د ننګرهار پوهنتون علمي شورا غونډه وکړه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۵:۱۳
picture

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې سنبلې میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون رئیس، علمي چارو، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو او اداري او مالي چارو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو او استادانو په کې برخه لرله، د علمي او تدریسي چارو، استادانو علمي ترفیعاتو کیسونو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.
د ننګرهار پوهنتون رئيس شیخ انعام الله مدني د مجلس د پرانیستې پر مهال د نوي سمستر منظم پیل کېدو له کبله د ټولو پوهنځیو له رئیسانو مننه وکړه او هغوی ته یې بېلابېلو برخو کې د چارو لا ښه والي، استادانو او محصلینو حاضرۍ کنترول اړوند لارښوونې وکړې.
نوموړي همدارنګه د مجلس ګډونوالو سره د لوړو زده کړو محترم وزارت رهبري شورا پرېکړې شریکې کړې او د پوهنتون د برښنا ستونزې حل په برخه کې د ترسره شویو اجرااتو په هکله یې معلومات وړاندې کړل.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال مولوي احسان الله ناصح د شورا غړو ته د پوهنتون د تېرې علمي شورا د پرېکړو په تعقیب د اجرااتو او د پوهنتون علمي فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي د پوهنتون شموله مضامینو اړوند د پوهنځیو تر منځ د همکارۍ پیاوړتیا، علمي چارو معاونیت او اړوندو مراجعو سره د خودي ارزونې او تضمین کیفیت چارو راپورونو شریکولو باندې ټینګار وکړ.
د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد مسؤل او د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شیخ شاکرالله وحدت د پوهنځیو مسؤلینو ته د محصلانو چارو اړوند لارښوونې او سپارښتنې وکړې او په ټولو پوهنځیو کې د دعوتي امورو بشپړ تطبیق لپاره یې د همغږۍ رامنځ ته کولو باندې تاکید وکړ.
د غونډې په پای د پوهنتون اړوند د یو شمېر متفرقه موضوعاتو تر څنګ د ننګرهار او لغمان پوهنتونونو د استادانو د علمي ترفیعاتو ۱۰ کیسونو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د کرکټ سياليو یاد لس اوریزه ټورنمنټ، چې نږدې یوه میاشت به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې امريت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او پوهنتون فامیلیو ۱۵ لوبډلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۹
Background image

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د عربي ژبې او ادب څانګې دوکتورا برنامه پیل شوه.

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي عربي ژبې او ادب څانګه کې د دوکتورا برنامه رسماً پرانیستل شوه، چې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د پوهنځي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د ږیرې پرېښودلو ګټې او خریلو وعیدات) تر عنوان لاندې دیني او معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د لیلیې په جامع مسجد کې تېره ورځ د ماښام لمانځه څخه وروسته سلګونو تنو محصلینو ته د ږیرې پرېښودلو حکم، اهمیت، فضایلو او ګټو تر څنګ  د خریلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu