د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښوونې او روزنې پوهنځي کې د ازموینو له صحنو لیدنه وکړه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۹:۳۱
picture

پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د یاد پوهنځي د مرستیال پوهنیار سیف الله شینواري په ملتیا د سمستر نهايي ازموینو له روان بهیر څخه لیدنه وکړه او د ازموینو د نظم او شفافیت په اړه یې ممتحنو او ممایزو استادانو او محصلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

نوموړي مسؤلینو ته په وینا کې وویل: د ازموینو بهیر باید په بشپړ ډول د اصولو او لوایحو سره سم مخ ته لاړ شي او یاده برخه کې د استادانو تر منځ همغږي او همکاري اړینه ده.

ښاغلي هاشمي محصلین متوجه کړل، چې د هر راز بې نظمۍ څخه ځانونه وساتي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu