د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د کمپیوټري زده کړو کورسونه پیل شول.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۲:۳۱
picture

یاد کورسونه ددې پوهنتون د محصلانو خدمتونو انسجام امریت له لوري سهار او ماسپښین وختونو کې د ۱۳ ګونو پوهنځيو ۴۰۰ تنو محصلینو ته پیل شول، چې څلور میاشتې به دوام وکړي.
د محصلانو خدمتونو انسجام امریت د مسؤلینو په وینا، د یادو کورسونو تدریسي بهیر د اقتصاد پوهنځي په ودانۍ کې پیل شو او پر مهال به یې د دوه تنو استادانو له خوا محصلینو ته د کمپیوټر (Windows & Office) پروګرامونه تدریس شي.
د پرانیستې په مراسمو کې د ویناوو پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي او د اداري او مالي چارو مرستیال مفتي نعمت الله اعزازي د کمپیوټر زده کړې په اهمیت خبرې وکړې او یاد کورسونه یې د محصلینو لپاره خورا مهم او ګټور وګڼل.
نوموړو د کمپیوټري پروګرامونو زده کړه د وخت اړتیا یاده کړه او د هغې استعمال یې د چارو په اسانتیا، وخت سپما، ستونزو ژر حل، مسلکي ودې، معلوماتو مدیریت او علمي لاسته راوړنو کې اړین وباله.
د محصلانو خدمتونو انسجام آمر قاري بشیر احمد احمدي د خپلې وینا پر مهال د غونډې ګډونوالو ته د پیل شویو کورسونو په اړه معلومات ورکړل او له محصلینو یې غوښتنه وکړه، چې په پوره علاقې په درسونو کې برخه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې په ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د یاد امریت له لوري د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو ته د پښتو، دري، عربي او انګلیسي ژبو زده کړې یو کلنه وړیا برنامه هم پیل شوې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۲۰:۳۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي کې د ۴۳ څېړنو پایلې نندارې ته وړاندې شوې.

د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي کېمیا او ارواپوهنې او پیداګوژۍ څانګو ۴۳ تنو محصلینو د خپلو مسلکونو اړوند د ترسره کړیو څېړنیزو پروژو پایلې د پوسټر نندارتون له لارې ګډونوالو سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۹:۳۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې چنګاښ میاشتې په ۸ مه نېټه د پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه او د پوهنتون مشرتابه سربېره په کې د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون له عامه ادارې او پالیسۍ او ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځیو څخه (۱۵۸) تنه مسلکي کادرونه فارغ شول.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي له عامه ادارې، عامه پالیسۍ او مدیریت انکشاف څانګو څخه ۹۳ تنه او د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي له عامه اړیکو، مطبوعاتو او راډیو- تلویزیون څانګو څخه ۶۵ تنه. . .

BACK TO NEWS

User account menu