د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي کتابتون ته د سولري برېښنا جوړېدو سربېره ددې پوهنځي د مختلفو برخو رغاونه وشوه.

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۱۰:۳۰
Picture

د ابادۍ یادې چارې د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال په لارښوونه او طب پوهنځي مسؤلینو په همکارۍ د پوهنتون له داخلي منابعو، (GAAC) موسسې او افغان بیسیم مخابراتي شرکت په مالي مرسته ترسره شوې.

picture

د پوهنځي کتابتون ته د ۲۲ کیلو واټه سولري برېښنا جوړېدو چارې د (GAAC) موسسې له خوا او د یاد پوهنځي د ۲۵۰ مترو په اندازه د احاطې دېوالونو رنګ، لوحو، بنرونو چاپ او د محصلینو د ناستې لپاره د ۸ پنځه کسیزه چوکیو مرسته د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له لوري ترسره شوه.

picture

همدارنګه د طب پوهنځي د مسؤلینو په هلو ځلو او د یاد پوهنځي د فارغو ډاکتر صاحبانو په مرسته نوي دفتري مېزونه جوړ شول.

picture

د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت یاده برخه کې د ټولو مسؤلینو، فارغانو او مرستندویه ادارو له همکاریو مننه وکړه او یاد فعالیتونه یې د طب پوهنځي په پرمختګ کې اغېزمن وبلل.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د ننګرهار پوهنتون بېلابېلو برخو کې د پوهنتون د داخلي منابعو او همکارو ادارو په مرسته رغنیزې او ودانیزې چارې په چټکۍ سره پر مخ روانې دي.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد د پوهنتون لیلیو عمومي مدیر مولوي عبدالحکیم حقاني په ملتیا تېره ورځ ماښام مهال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه او هلته یې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د ماسترۍ ۲۰ تنو محصلینو د ننګرهار ولایت د ماشومانو دارالتادیب څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت حقوقي کلینیک له لوري د دې پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د قضاء او څارنوالۍ ماسترۍ برنامې شل تنو محصلینو ته د علمي سیر په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې لیندۍ میاشتې په ۲۳ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو، استادانو او یو شمېر آمرینو په کې. . .

BACK TO NEWS

User account menu