د سپین غر لوړو زده کړو موسسې مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره ولیدل.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۹:۴۲
picture

ددې لیدنې موخه د یادې موسسې له لوري دایرېدونکي(ملي څېړنیز کنفرانس) په هکله د مشورو او همکارۍ غوښتنه وه. سپین غر لوړو زده کړو موسسه غواړي، چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال لیندۍ/ قوس میاشت کې ( په افغانستان کې روغتیايي سیستم او خدمتونو ته کتنه؛ ستونزې، فرصتونه او حل لارې) تر عنوان لاندې ملي څېړنیز کنفرانس دایر کړي. د سپین غر لوړو زده کړو موسسې رئیس ښاغلي شمس الدین همت په خپلو خبرو کې ننګرهار پوهنتون یو ملي تحصیلي بنسټ یاد کړ، په تېر کې یې له خپلې موسسې سره ددې پوهنتون د هر راز همکاریو یادونه او مننه وکړه. نوموړي د خپلې موسسې له لوري دایرېدونکي کنفرانس د ښه ترسراوي په برخه کې د ننګرهار پوهنتون د رهبرۍ او استادانو مشورې اړینې وبللې، د موضوع اړوند یې د هغوی د مقالو تر څنګ د طب پوهنځي د ۶ تنو استادانو غوښتنه وکړه، چې د کنفرانس مقالو په کتلو کې ورسره همکاري وکړي. د ننګرهار پوهنتون رئیس شــ/یخ انعام الله مدني، د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي په خپلو خبرو کې ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونو سره مرسته او همکاري ترسره کول خپل مسؤلیت وباله، د سپین غر لوړو زده کړو موسسې له لوري د یاد کنفرانس په دایرېدو یې خوښي وښوده او هغوی ته یې یاده برخه کې د هر راز همکارۍ او مشورو ورکولو ډاډ څرګند کړ. سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد د پوهنتون لیلیو عمومي مدیر مولوي عبدالحکیم حقاني په ملتیا تېره ورځ ماښام مهال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه او هلته یې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د ماسترۍ ۲۰ تنو محصلینو د ننګرهار ولایت د ماشومانو دارالتادیب څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت حقوقي کلینیک له لوري د دې پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د قضاء او څارنوالۍ ماسترۍ برنامې شل تنو محصلینو ته د علمي سیر په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې لیندۍ میاشتې په ۲۳ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو، استادانو او یو شمېر آمرینو په کې. . .

BACK TO NEWS

User account menu