د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۶
picture

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد د پوهنتون لیلیو عمومي مدیر مولوي عبدالحکیم حقاني په ملتیا تېره ورځ ماښام مهال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه او هلته یې د لیلیه محصلینو د اعاشې، اباتې او نورو سهولتونو د کیفیت ارزونه وکړه.
د محصلانو چارو مرستیال له لیلیه‌ مېشتو محصلینو سره په دې لیدنه کې د هغوی ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې واورېدې او ډاډ یې ورکړ، چې د شته امکاناتو لا ښه کولو او اړتیاوو پوره کولو برخه کې به لا زیاتې هڅې وکړي.
نوموړي وویل، د لیلیې نظم، پاکوالی او عامه شتمنۍ ساتنه د ټولو محصلینو ګډ مسؤلیت دی او سپارښتنه یې ورته وکړه، چې له شته فرصت څخه د مطالعې او علمي پرمختګ لپاره اعظمي ګټه واخلي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد د پوهنتون لیلیو عمومي مدیر مولوي عبدالحکیم حقاني په ملتیا تېره ورځ ماښام مهال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه او هلته یې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د ماسترۍ ۲۰ تنو محصلینو د ننګرهار ولایت د ماشومانو دارالتادیب څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت حقوقي کلینیک له لوري د دې پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د قضاء او څارنوالۍ ماسترۍ برنامې شل تنو محصلینو ته د علمي سیر په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې لیندۍ میاشتې په ۲۳ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو، استادانو او یو شمېر آمرینو په کې. . .

BACK TO NEWS

User account menu