د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ددې پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره غونډه وکړه.

superadmin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۱۵:۲۳
Picture

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د یادو کارکوونکو د چارو ارزونې، ستونزو اورېدو، تشویق او کارونو ته د هغوی متوجه کولو په موخه جوړه شوې وه، په کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځیو، آمریتونو او څانګو خدماتي کارکوونکو، د هغوی آمرینو او د پوهنتون د خدماتي چارو نظارت کوونکي هیئت برخه لرله.

مجلس ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شــ/یخ انعام الله مدني  د پوهنتون له ټولو خدماتي کارکوونکو مننه وکړه، چې د زیار او  هلو ځلو له کبله یې د پوهنتون چاپېریال او اداري شعبات منظم او پاکوالي ته یې پاملرنه کیږي.

نوموړي ټولو  خدماتي کارکوونکو ته د یووالي، یو بل ته ښه نیت درلودلو، په چارو کې د همغږي اوسېدو، د خدماتي چارو ګړندیتوب او د خپلو امرینو اطاعت سپارښتنې وکړې او  هغوی ته یې د ملاتړ او  همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ننګرهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت د خپلو خبرو پر مهال خدماتي کارکوونکي په خپلو کاري ساحو کې نیمګړتیاوو، ستونزو او مسؤلیتونو ته متوجه کړل او سپارښتنه یې ورته وکړه، چې ورسپارل شوې دندې په ټاکلي وخت او لازم شکل سرته ورسوي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د خدماتي کارکوونکو او د هغوی له چارو څخه د ارزونې په موخه د ټاکل شوي هیئت وړاندیزونه واورېدل شول او همدارنګه د پوهنتون د خدماتي برخې کارکوونکو د چارو د ښه والي په موخه نظریات وړاندې شول.

سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu