د ننګرهار پوهنتون له اقتصاد پوهنځي څخه ۱۳۹ تنه فارغ شول.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۳:۴
Picture

د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي له مالي او بانکي، اداره او مدیریت، سوداګرۍ او ملي اقتصاد څانګو څخه په ۳۹ مه دوره کې ۱۳۹ تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار ستاره شرق هوټل کې د فراغت غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، د مالي او اداري چارو مرستیال، د اقتصاد پوهنځي رئیس او استادانو، فارغانو او د هغوی د کورنیو غړو برخه درلوده. 

د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني غونډې ته د وینا پر مهال فارغانو ته مبارکي وویله او د ټولنې د پرمختګ او اقتصادي ثبات اړوند یې د هغوی پر رول خبرې وکړې.

نوموړي فارغانو ته په خطاب کې وویل: په خپل مسلک کې باید په کافي اندازه پوهه او مهارت ترلاسه او د هېواد اقتصادي، سوداګریز او مالي نظام  پایداره ساتلو او ښه مدیریت کې برخه واخلي.

د پوهنتون رئیس هیله څرګنده کړه، چې  اســلامي امـــارت به فارغو ځوانانو ته د هغوی د وړتیا له مخې هېواد ته د خدمت کولو زمینه مساعده کړي.  

د ننګرهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت هم د خپلو خبرو پر مهال محصلینو ته مبارکي ورکړه، ټولنه کې د اقتصاد پوهانو په ارزښت یې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې له اقتصاد پوهنځي څخه فارغان کولی شي،د خپلې اقتصادي پوهې او وړتیا پر مټ د نظام په اداري چارو کې موثریت او هغوی ته د بریالیتوب فرصتونه برابر کړي.

نوموړي فارغانو ته سپارښتنه وکړه، څرنګه چې لازمه ده د هېواد پرمختګ ته کار وکړي او افغانستان په اقتصادي ډګر کې د نړۍ هېوادونو سره سیال کړي.

غونډه د پوهنتون رهبرۍ غړو او استادانو له لوري فارغانو ته د سندونو او ستاینلیکونو په ورکړې سره پای ته ورسېده.

سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu