ننګرهار پوهنتون کې د تعلیم الاسلام کتاب سیالي ترسره شوه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۹:۴۹
Picture

یاده سیالي د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو انسجام او همغږۍ ریاست په نوښت ددې پوهنتون په لوبغالي کې جوړه شوې وه، چې د پوهنتون د اړوندو پوهنځیو څه دپاسه ۱۵۰۰ تنو محصلینو او ځوانانو څخه په کې ازموینه واخیستل شوه.

د دغه سیالۍ د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، د مالي او اداري چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو انسجام او همغږۍ رئیس او ورسره مل پلاوي او ممتحنو استادانو ګډون کړی و.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شـــیـــ/ــخ انعام الله مدني د سیالۍ د پرانیستې وینا پر مهال د لوړو زده کړو وزارت څخه مننه وکړه، چې تل یې د محصلینو د پوهې او وړتیا د لوړولو لپاره په مناسب وخت کې ګټورې سیالۍ جوړې کړي او د تخصصي زده کړو تر څنګ په اسلامي عقیدې او فکر د محصلینو روزلو په برخه کې یې د هغوی هلې ځلې وستایلې.

نوموړي محصلینو ته د ازموینې د صحنې د نظم ساتلو او ممتحنو استادانو ته په شفاف ډول د ازمویني اخیستلو سپارښتنه وکړه او د لوړو زده کړو وزارت له استازو څخه یې غوښتنه وکړه، چې راتلونکي کې هم محصلینو لپاره دا ډول علمي سیالۍ چمتو کړي.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو انسجام او همغږۍ رئیس کلیم الله محمدي د خپلې وینا پر مهال وویل: په تعلیم الاسلام کتاب کې د ازموینې اخیستلو څخه یې موخه د محصلینو د دیني معلوماتو زیاتوالی او ارزونه وه او نړیوالو علمي سیالیو لپاره د محصلینو چمتو کول دي.

نوموړي له محصلینو وغوښتل، چې د اســ/ــلامي امــــ/ــارت او لوړو زده کړو وزارت توقعات په پام کې ونیسي او هڅه وکړي، چې د غوره علمي کادرونو په حیث د پوهنتون له فراغت وروسته ټولنې ته سپېڅلي خدمات ترسره کړي او دغه برخه کې به لوړو زده کړو وزارت ورته ګڼ سهولتونه او پروګرامونه چمتو کړي.

دغه راز نوموړي محصلینو سره د هغوی د منسجم کولو، اړوندو ادارو سره د همغږي کولو، د هغوی ظرفیت لوړولو، د عملي کارونو د زمینې برابرولو او ورته د کاري فرصتونو رامنځ ته کولو ژمنې وکړې.

ازموینې ته د راغلو مېلمنو او مسؤلینو له ویناوو وروسته د دوو تنو محصلینو له لوري د ازموينې صندقونه پرانیستل شول، ازموینه پیل او یو ساعت یې دوام وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د یادې سیالۍ لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکو محصلینو ته لپټاپ کمپیوټرونه او تر لسم مقام ګټونکي پورې نور مختلف جوایز په پام کې نیول شوي دي.

سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۴
Background image

ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي سره د مختلفو وسایلو او اجناسو مرسته وشوه.

ختیځ کې د یونیسف مرستندویه ادارې د ننګرهار طب پوهنځي سره د نږدې دوه سوه زره افغانيو په ارزښت د اداري او خدماتي اجناسو مرسته وکړه.
یاده مرسته چې په کې المارۍ، د څښاک اوبو یخولو او ګرمولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه.

په ياده کاري ناسته کې، چې د روانې حوت/کب میاشتې په ۱۱ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون د علمي چارو، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو، اداري او مالي چارو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

BACK TO NEWS

User account menu