د ننګرهار پوهنتون اداري، تقرر او انفکاک مجلسونه ددې پوهنتون د رئیس په مشرۍ ترسره شول.
په یادو کاري ناستو کې، چې د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام کې ترسره شوې او ددې پوهنتون، رئیس، مرستیالانو او د اړوندو پوهنځیو رئیسانو په کې برخه لرله، د پوهنتون د مالي، اداري او د استادانو د تقرر کیسونو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.
د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور بهسودوال د مجلس د پرانیستې پر مهال مسؤلینو ته د یو شمېر اداري مسایلو په اړه د لارښوونو تر څنګ په دې پوهنتون کې د جوړېدونکي نړیوال کنفرانس لپاره د لازم چمتووالي سپارښتنه وکړه، چې د هغوی له خوا د اجرااتو ډاډ ورکړل شو.
د مجلس په دویمه برخه کې د یاد کنفرانس د اجرائیه بورد غړي پوهندوی دوکتور عصمت الله دراني د کنفرانس د ترسره شویو چارو ګزارش د پوهنتون د مشرتابه او د مجلس له غړو سره شریک کړ.
د ننګرهار، لغمان، کونړ سید جمال الدین افغاني، بامیان او جهان پوهنتونونو د تقرر ۱۴ کیسونه او نور متفرقه اداري او مالي مسایل هغه څه وو، چې د یادو مجلسونو پر مهال یې په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
سرچینه: د اړیکو، نشراتو او عامه پوهاوي آمریت
