پیاوړی جراح او د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي د عمومي جراحي څانګې استاد پوهنوال ډاکتر برات مهرزی هېواد ته راستون شو.

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۹ - ۷:۵۸
image

 

نوموړي د تېر نظام په اواخرو کې د امنیتي ستونزو او ګواښونو له امله هېواد پرې ایښی ؤ، چې د ا.ا په راتګ او په هېواد کې د سرتاسري سولې له ټینګښت وروسته یو ځل بیا هېواد ته راستون شو.

د ننګرهار پوهنتون رئیس، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي، د پوهنتون مرستیالانو او د علمي شورا غړو پوهنوال مهرزي ته ښه راغلاست ووایه او د نوموړي راتګ یې د طبابت ډګر او ننګرهار پوهنتون لپاره لویه لاسته راوړنه وبلله.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال او د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت په خپلو خبرو کې د استاد مهرزي له خوا هېواد ته د بېرته راتګ پرېکړې هرکلی او ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې نوموړي ته به د پخوا په څېر په پوهنتون او تدریسي روغتون کې د تدریس او خدمت زمینه برابره کړي.

نوموړو همدا راز په نورو هغو افغان مسلکي او متخصصو کادرونو، چې اوس مهال له هېواده بهر په نورو ملکونو کې اوسېږي، غږ وکړ، چې د استاد مهرزي په څېر راستانه او د خپل جګړه ځپلي هېواد او ولس خدمت ته مټې راونغاړي او په دې توګه خپل ایماني او هېوادنی مسؤلیت اداء کړي.

پوهنوال ډاکتر برات مهرزي د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه او مسؤلینو مننه وکړه، چې نوموړي ته یې هرکلی ووایه او زیاته یې کړه، چې په پردي وطن کې یې د پردیتوب احساس کاوه او خوښ دی، چې یو ځل بیا ورته د خپلو خلکو سره د اوسېدو او خدمت زمینه برابره شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۴
Background image

ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي سره د مختلفو وسایلو او اجناسو مرسته وشوه.

ختیځ کې د یونیسف مرستندویه ادارې د ننګرهار طب پوهنځي سره د نږدې دوه سوه زره افغانيو په ارزښت د اداري او خدماتي اجناسو مرسته وکړه.
یاده مرسته چې په کې المارۍ، د څښاک اوبو یخولو او ګرمولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه.

په ياده کاري ناسته کې، چې د روانې حوت/کب میاشتې په ۱۱ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون د علمي چارو، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو، اداري او مالي چارو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

BACK TO NEWS

User account menu