ننګرهار پوهنتون کې (له شمېرو څخه تر بصیرته) سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۱:۵۷
Picture

یاد سیمینار د جرمني هېواد د هېلمټ شمېډټ پوهنتون د الکترو مقناطیسي ساحو د څانګې د دوکتورا دورې افغان څېړونکي او ساینسپوه دوکتور محمد فرهاد ځاځي له خوا د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي د غونډو تالار کې ترسره شو، چې پر مهال یې محصلینو ته د علم بنسټ څنګه کېښودل شو، د ریاضي شمېرې او فزیک قوانین څنګه رامنځ ته شول او په نني عصر او ساینس کې د مصنوعي ځیرکتیا اهمیت په اړه معلومات ورکړل شول.

په دغه علمي سیمینار کې، چې د ابن سینا د څېړنو او پراختیا مؤسسې له لوري جوړ شوی و، د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال، د ساینس پوهنځي رئیس او استادانو، د افغانستان د علومو اکاډمۍ کادري غړو او لسګونه تنو محصلینو ګډون کړی و.

غونډې ته د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهنمل دوکتور کفایت الله کاکړ د سیمینار ارایه کوونکي استاد څېړونکي او ساینسپوه دوکتور محمد فرهاد ځاځي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د هغه د دغه خدمت، چې په پوهنتونونو کې محصلینو سره د علمي سیمینارونو له لارې خپلې تجربې او پوهه شریکوي ستاینه وکړه او ترینه یې وغوښتل، چې دغې چارې ته دوام ورکړي.

نوموړي د ابن سینا د څېړنو او پراختیا مؤسسې له مسؤلینو مننه وکړه، چې محصلینو ته یې یو اړین علمي سیمینار جوړ کړ او د هېواد په پرمختګ کې یې د هغوی فعالیتونه موثره وګڼل.

د ابن سینا د څېړنو او پراختیا مؤسسې رئیس دوکتور محمد اکرم عظیمي د سیمینار ګډونوالو ته دخپلې وینا پر مهال د یادې مؤسسې په تېرو کړنو او راتلونکو پلانونو رڼا واچوله او زیاته یې کړه، چې دغه مؤسسه د خپل ماموریت له مخې هغه افغان څېړونکي او متخصصین چې له هېواده بهر میشت دي او د څېړنو او ابتکاراتو په تولید کې رغنده رول لري، هېواد ته راولي او په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې ورته علمي سیمینارونه دایروي، تر څو محصلین یې له تجاربو برخمن شي.

د نوموړي په وینا د ابن سینا د څېړنو او پراختیا مؤسسې د افغانستان د اوبو مدیریت، ترانسپورت، عامه روغتیا، د برېښنا انرژۍ تولید، ښوونه او روزنه او په ټوله کې د افغانستان اقتصادي پرمختګ په برخه کې د هېواد له بېلابېلو دولتي او خصوصي ادارو سره د ترسره شویو څېړنو پایلې د عملي کېدو په موخه شریکې کړي.

د سيمینار په وروستۍ برخه کې د محصلینو او ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه هم وویل شول.

سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد د پوهنتون لیلیو عمومي مدیر مولوي عبدالحکیم حقاني په ملتیا تېره ورځ ماښام مهال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه او هلته یې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د ماسترۍ ۲۰ تنو محصلینو د ننګرهار ولایت د ماشومانو دارالتادیب څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت حقوقي کلینیک له لوري د دې پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د قضاء او څارنوالۍ ماسترۍ برنامې شل تنو محصلینو ته د علمي سیر په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې لیندۍ میاشتې په ۲۳ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو، استادانو او یو شمېر آمرینو په کې. . .

BACK TO NEWS

User account menu