ننګرهار پوهنتون کې د ۶۶ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.

ashraf_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۲:۷
انځور

په نوموړي نندارتون کې د ننګرهار پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي د پنځم کال وروستي سمستر محصلینو د خپلو ترسره کړو ۶۶ څېړنو پايلې د څېړنيز پوسټر له لارې نندارې ته وړاندې کړې.

یاد نندارتون نن د ثور میاشتې په ۲۹ مه نېټه د وترنري علومو پوهنځي پارک کې جوړ شوی ؤ، چې د دې پوهنتون رهبري هیئت، مختلفو پوهنځيو او امام ابو حنیفه رحمه الله دیني تخصصاتو جامعې مسؤلینو، د خصوصي پوهنتونونو او سکتوري ادارو استازو او د محصلینو د کورنیو غړو برخه لرله.

د نندارتون د پرانیستې مراسمو ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد محصلینو او فارغانو ته تر دې د لوړو علمي مقاصدو ټاکلو، عصري ټکنالوژۍ او زیاتو ژبو زده کولو، تیوري تر څنګ عملي فعالیتونو ته زیات وخت ورکولو او نورو بېلابېلو برخو کې سپارښتنې وکړې او راتلونکي کې یې ورته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار په خپله وینا کې د ننګرهار پوهنتون په کچه د څېړنو پر اوسني وضعیت خبرې وکړې، یاده برخه کې یې د خپلو لاسته راوړنو یادونه وکړه او د تحقیقاتي بهیر لا ښه والي لپاره یې د خپلو پلانونو او پروګرامونو په اړه د غونډې برخوالو ته معلومات ورکړل.

د وترنري علومو پوهنځي رئیس پوهنوال رضوان الله ممله وال او د یاد پوهنځي د څېړنو کمېټې مشر پوهنمل دوکتور محمد ملیار رحماني د غونډې نور ویناوال وو، چې د محصلینو د ترسره کړیو څېړنو د محتوا او کړنلارې په اړه یې خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړ، چې ټولې څېړنې د علمي اصولو سره سمې ترسره شوي او پایلې به یې د اړوندو سکتوري ادارو سره د ستونزو حل په موخه شریکې کړي.

په پاى کې د غونډې برخوالو د نوموړي نندارتون د ترسره شويو ۶۶ څېړنو له پايلو څخه، چې مالدارۍ، عامه روغتیا او غذايي موادو په برخه کې ترسره شوې وې، د څېړنيز پوسټر له لارې لیدنه وکړه او د محصلینو له خوا معلومات ورکړل شول.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۰:۲۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د کاري حقونو او اصولو په اړه  معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار د ننګرهار پوهنتون د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په نوښت د دې پوهنتون سلګونو تنو محصلینو ته د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهاند دوکتور محمد مصطفی نیازي له خوا ارایه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د افغانستان اسلامي امارت امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د کرکټ سياليو یاد لس اوریزه ټورنمنټ، چې نږدې درې اوونۍ به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د بدني روزنې عمومي مدیریت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو ۱۴ لوبډلو ترمنځ پیل شو.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس له پوهنتون څخه بهر اوسېدونکو محصلینو سره غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د پوهنتون دعوت او ارشاد، محصلانو خدمتونو انسجام او نشراتو مسؤلینو په ملتیا تېر ماخوستن له پوهنتون څخه بهردرونټه کې  اوسېدونکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu