ننګرهار پوهنتون کې د کمال خان بند د ارزښت په اړه یو ورځنی علمي سیمینار ترسره شو.

sakhizada_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۵ - ۱۰:۱۶
image

 

ننګرهار پوهنتون کې د کب په ۲۴مه نېټه د کمال خان بند د اقتصادي، محیطي او ټولنیز ارزښت او د سیمې پر کرنه او اقلیم یې اغېزې تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سیمینار ترسره شو.

په نوموړي علمي سیمینار کې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي، د بېلابېلو پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو، استادانو او محصلینو برخه لرله.

د سیمینار د پرانيستې وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال وويل: د خوښۍ ځاى دى، چې نن ورځ ننګرهار پوهنتون د هېواد د يوې سترې ملي پروژې د ارزښت د بیان کوربه دی.

نوموړي وویل: د هېواد د اوبو سالم مدیریت او په دې برخه کې د شته فرصتونو څخه په ښه توګه ګټه اخیستنه به افغانستان د بې کارۍ، فقر او لوږې له ناورینونو خلاص او د نړۍ د بډای او پرمختللو هېوادونو په کتار کې ودروي.

پوهاند بهسودوال د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو د استادانو مننه وکړه، چې د اوبو د مدیریت او د کمال خان بند د ارزښت په اړه یې څېړنې کړي او مقالې يې لیکلي، چې په دې سیمینار کې د وړاندې کېدو سربېره به د اوبو د تنظیم ملي ادارې او نورو اړوندو ارګانونو سره هم شریکې شي.

د سيمينار په دويمه برخه کې د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد، کرنې، انجنیري او شرعیاتو پوهنځيو استادانو پوهاند محمد بشیر دودیال، پوهاند دوکتور اسرارالحی منیب، پوهنوال حمدالله نظامي، پوهنمل نور اغا نوښت، پوهنیار عبدالرحمن درد او پوهنیار رحمت الله وحدت یار د کمال خان بند تاریخچه، د اوبو اهمیت د اسلام له نظره، د اوبو اقتصادي رول، پلان او مدیریت، د سیمې (نیمروز) د کرنې په وده کې د کمال خان بند د اوبو اغېزې، د هېواد په اقتصادي، ټولنیزې، او محیطي پراختیا کې د کمال خان بند ونډه او د سیمې پر اقلیم د کمال خان بند اغېزې تر سرلیکونو لاندې مقالې او څېړنې ارایه کړې او د اړوندو موضوعاتو په اړه یې د ګډونوالو پوښتنې ځواب کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۴
Background image

ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي سره د مختلفو وسایلو او اجناسو مرسته وشوه.

ختیځ کې د یونیسف مرستندویه ادارې د ننګرهار طب پوهنځي سره د نږدې دوه سوه زره افغانيو په ارزښت د اداري او خدماتي اجناسو مرسته وکړه.
یاده مرسته چې په کې المارۍ، د څښاک اوبو یخولو او ګرمولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه.

په ياده کاري ناسته کې، چې د روانې حوت/کب میاشتې په ۱۱ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون د علمي چارو، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو، اداري او مالي چارو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

BACK TO NEWS

User account menu