ننګرهار پوهنتون کې د پاکستان تحصیلي بورسونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

ننګرهار پوهنتون کې د علامه اقبال په نوم د پاکستان هېواد د تحصیلي بورسونو لپاره له ۶۳۱۲ تنو کاندیدانو څخه د څلورو ورځو په موده کې ازموینه واخیستل شوه.
د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال او د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي په جلال آباد ښار کې د پاکستان اسلامي جمهوريت جنرال قونسل عابدالله په ملتیا د ازموینې بهیر نه لیدنه وکړه او یاد تحصیلي بورسونه یې د افغان ځوانانو لپاره یو ښه فرصت وباله.
په جلال آباد ښار کې د پاکستان اسلامي جمهوريت جنرال قونسل عابدالله وویل: سږ کال د ختیزو ولایتونو د ۶۳۱۲ تنو کاندیدانو په ګډون ۲۲ زره تنو په ټول افغانستان کې د یادو بورسونو لپاره نوملیکنه کړې، چې له دې ډلې به ۱۰۰۰ تنه افغان محصلين د پاکستان بېلابېلو پوهنتونونو ته د لوړو زده (لیسانس، ماسترۍ او دکتورا) په موخه لار پيدا کړي.
ښاغلي عابدالله د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه مننه وکړه، چې نوموړې ازموینې ته یې زمینه برابره کړه او خپل ټول امکانات یې د دوی په واک کې ورکړل.