ننګرهار پوهنتون کې د واليبال سيالۍ د ښوونې او روزنې پوهنځي په بریا پای ته ورسېدې.
د ننګرهار پوهنتون د بدني روزنې آمر محمد نسیم کاکړ وویل: (زمونږ اوبه زمونږ ابرو ده) تر سرلیک لاندې یادې سیالۍ د کمال خان بند د پرانیستې په ویاړ د ننګرهار پوهنتون د بدني روزنې آمريت له خوا د دې پوهنتون د ۱۳ ګونو پوهنځیو د لوبډلو تر منځ دوه اوونۍ وړاندې پیل شوې وې.
د کاکړ په وینا، پایلوبې ته د ساینس او ښوونې او روزنې پوهنځیو لوبډلو لار پیدا کړه، چې د ښوونې او روزنې پوهنځي لوبډلې وکولای شو، چې ۳ د ۱ پر وړاندې نمرو سره د یادو سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي او په دې توګه د ښوونې او روزنې پوهنځي لوبډلې لومړی او د ساینس پوهنځي لوبډلې دویم مقام خپل کړ.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي وویل: د کمال خان بند د پرانیستې په ویاړ د یادو سیالیو له پیل یې موخه محصلینو ته د ملي یووالي او همدارنګه ملي ارزښتونو سره د مینې فکر ورکول ؤ.
نوموړي زیاته کړه: ننګرهار پوهنتون د ټولو هغو ملي پروژو معنوي ملاتړ خپله وجیبه ګڼي، چې ددې خاورې او ولس د ابادۍ او سوکالۍ سبب ګرځي.
د مراسمو په وروستۍ برخه کې د پوهنتون د مسؤلینو او استادانو له خوا د سیالیو غوره لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.
