ننګرهار پوهنتون کې د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۱:۲۳
picture

د فوټبال سياليو یاد ټورنمنټ، چې دوه اوونۍ به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو د ۸ لوبډلو ترمنځ پیل شو.

د ټورنمنټ د پرانیستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د سپورت په ارزښت او ګټو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، د ننګرهار پوهنتون رهبري د محصلینو فزیکي، مسلکي او تخصصي روزنې لپاره بشپړه ژمنتیا لري او په همدې پار یې په مختلفو وختونو کې ګټور پروګرامونه پلي کړي او په یاده برخه کې به د دوی هڅې دوام ولري.

نوموړي ددغه ډول سياليو پر دوام د ټينګار او ملاتړ څرګندولو تر څنګ، محصلین دوستانه چاپیریال کې لوبو ترسره کولو ته راوبلل. 

د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمر محمد نسیم کاکړ د پیل شویو سیالیو په اړه وویل، چې له دې سیالیو یې موخه محصلینو او ځوانانو ته د سالمې بوختیا رامنځته کول او دغه راز د پوهنتون د فوټبال د منتخبې لوبډلې ټاکل دي.

د دغه ټورنمنټ په لومړۍ ورځ دوه لوبې ترسره شوې، چې په لومړۍ لوبه کې د اقتصاد پوهنځي لوبډلې د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي لوبډلې ته او دویمه لوبه کې د انجینرۍ پوهنځي لوبډلې د کمپیوټر ساینس پوهنځي لوبډلې ته ماته ورکړه.

سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو ته د انلاین او حضوري زده کړو لپاره د معیاري پرېزنټېشن جوړولو دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د علمي معاونیت اړوند د الکترونیکي زده کړو کمېټې له خوا د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د څوارلس ګونو پوهنځیو لسګونه تنو استادانو ته پیل شو.

د ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته شپږ ورځنی دیني، فکري او اصلاحي سيمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته په دې پیل شوي دیني،. . .

BACK TO NEWS

User account menu