ننګرهار پوهنتون کې د فوټبال سیالۍ د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي په بریا پای ته ورسېدې.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۹:۱۸
Picture

د فوټبال سياليو یاد ټورنمنټ دوه اوونۍ وړاندې د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو د ۱۱ لوبډلو ترمنځ پیل شوی ؤ.
د پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمر محمد نسیم کاکړ وویل: له یادو سیالیو یې موخه محصلینو او ځوانانو ته د سالمې بوختیا رامنځته کول و.
د ښاغلي کاکړ په وینا، د سیالیو پایلوبې ته د انجنيري او ژورنالېزم پوهنځیو لوبډلو لار پیدا کړه، چې د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي لوبډلې وکولای شو، چې ۵ د ۴ پر وړاندې ګولونو وهلو سره د یادو سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي او په دې توګه د ژورنالېزم پوهنځي لوبډلې لومړی او د انجنيرۍ پوهنځي لوبډلې دویم مقام خپل کړ.
د ټورنمنټ د پای په مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي رئیس پوهندوی سید سمیع الله سعیدي او د ياد پوهنځي يو شمېر استادانو، د ننګرهار پوهنتون د محصلانو خدمتونو انسجام آمر قاري بشير احمد احمدي، د پوهنتون يو شمېر مامورينو او فوټبال لوبې ګڼو مينوالو برخه لرله، چې د سیالیو ګټونکې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته د مسؤلينو له خوا ستاینلیکونه، کپونه، او مډالونه ورکړل شول.
سرچينه: د عامه اړيکو، اطلاعاتو او نشراتو امريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د کرکټ سياليو یاد لس اوریزه ټورنمنټ، چې نږدې یوه میاشت به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې امريت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او پوهنتون فامیلیو ۱۵ لوبډلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۹
Background image

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د عربي ژبې او ادب څانګې دوکتورا برنامه پیل شوه.

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي عربي ژبې او ادب څانګه کې د دوکتورا برنامه رسماً پرانیستل شوه، چې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د پوهنځي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د ږیرې پرېښودلو ګټې او خریلو وعیدات) تر عنوان لاندې دیني او معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د لیلیې په جامع مسجد کې تېره ورځ د ماښام لمانځه څخه وروسته سلګونو تنو محصلینو ته د ږیرې پرېښودلو حکم، اهمیت، فضایلو او ګټو تر څنګ  د خریلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu