ننګرهار پوهنتون کې د داخلي او بهرنیو ژبو زده کړې یو کلن جوړ شوي کورس څخه ۲۶۵ تنه محصلین فارغ شول.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۱۷
picture

د لوړو زده کړو محترم وزارت په لارښوونه او مالي ملاتړ ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴ ګونو پوهنځیو محصلینو ته د پښتو، دري، عربي او انګلیسي ژبو د زده کړې یو کلنې جوړې شوې برنامې څخه (۲۶۵) تنه فارغ شول.
په همدې مناسبت د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له لوري د پوهنتون د غونډو په تالار کې د کورس اختتامیه مراسم جوړ شوي وو، چې د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني، د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد، د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او فارغو محصلینو په کې ګډون کړی و.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني غونډې ته په وینا کې د یاد کورس په بریالي ترسراوي خوښي وښوده، د روزونکو استادانو یې مننه وکړه او محصلینو لپاره یې د زیاتو ژبو زده کولو په اهمیت او ګټو خبرې وکړې.
قدرمن شیخ صاحب زیاته کړه، د دې ډول روزنیزو کورسونو او برنامو له لارې محصلین کولی شي، خپل علمي او ژبنیز ظرفیت لوړ کړي، د مسلکي پرمختګ تر څنګ ځان لپاره غوره کاري فرصتونه ومومي او راتلونکي کې یې هم محصلینو لپاره د ورته برنامو د دایرېدو سپارښتنه وکړه.
د غونډې په پای کې د پوهنتون رهبرۍ، پوهنځیو مسؤلینو او استادانو له لوري فارغو محصلینو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu