ننګرهار پوهنتون کې د جوړ شوي څلي پرانیسته وشوه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۲۷ - ۹:۴۷
Picture

یاد څلی چې د کتابونو او قلم په شکل ډيزاین شوی، د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو معاونیت په نوښت د پوهنتون ریاست مقام ته څېرمه څلورلارې کې جوړ شوی دی.
دغه څلی تېره ورځ د هېواد د ازادۍ ورځې په خوښۍ او ویاړ د پوهنتون رهبري هیئت او استادانو په حضور کې پرانیستل شو.
د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت په وینا، د پوهنتون په بېلابېلو برخو کې به د خپلو ودانیزو چارو په لړ دا ډول نور څلي، چې علمي او اکاډمیک پیغامونه انتقال کړي، جوړ کړي.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۴
Background image

ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي سره د مختلفو وسایلو او اجناسو مرسته وشوه.

ختیځ کې د یونیسف مرستندویه ادارې د ننګرهار طب پوهنځي سره د نږدې دوه سوه زره افغانيو په ارزښت د اداري او خدماتي اجناسو مرسته وکړه.
یاده مرسته چې په کې المارۍ، د څښاک اوبو یخولو او ګرمولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه.

په ياده کاري ناسته کې، چې د روانې حوت/کب میاشتې په ۱۱ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون د علمي چارو، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو، اداري او مالي چارو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

BACK TO NEWS

User account menu