ننګرهار پوهنتون کې د اساسي قانون اوونۍ ونمانځل شوه

sakhizada_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۵ - ۹:۴
image

 

په یاده نمانځغونډه کې ويناوالو د اساسي قانون په تاريخچې، محتوا، اړتیا او ارزښت، حاکميت او د تطبيق په مواردو بحث وکړ.

د اساسي قانون اوونۍ د نمانځې په نوموړې غونډه کې د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال، د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي، د بېلابېلو پوهنځیو رئيسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله.

غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال اساسي قانون هغه معتبر سند ياد کړ، چې د سيمې د هېوادونو په کچه يې سارى نه ليدل کېږي.

نوموړي وويل: اساسي قانون زمونږ ملي وثيقه ده، تطبيق ته يې د ټولو نافذه قوانينو سره ژمن يو او له هېوادوالو مو هم تمه ده، چې د قانون په تطبيق کې باید له نظام سره همکار او مرستندوى واوسي.

پوهاند بهسودوال د ټولنې پرمختګ او سوکالي د قانون د حاکمیت او تطبیق پورې تړلي وبلل او زیاته یې کړه، چې دا د پوهنتونونو، علمي او مدني بنسټونو، رسنیو او د ټولنې د پوهو وګړو مسؤلیت دی، چې د قانون څخه د خبراوي او د تطبیق او حاکمیت د ګټو په اړه یې عامه پوهاوی ترسره کړي او په یاده برخه کې له نظام سره اوږه په اوږه پر مخ ولاړ شي.

د شرعیاتو پوهنځي رئیس پوهاند دوکتور اسرارالحی منیب د اساسي قانون پر ارزښت او اړتيا خبرې وکړې او نوموړى قانون يې د افغانانو د عقايدو، کلتور او فرهنګ تمثيلوونکى او ښکارندوى وباله، چې په وينا يې، د ټولو وګړو حقوق يې په ښه شکل تضمين کړي دي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد پوهنيار عبدالهادي زماني د اساسي قانون په اړه ترتيب کړى پريزنټيشن وړاندې کړ، چې د ياد قانون د تاريخچې، محتوا او د تطبیق پر وړاندې د شته ستونزو او حل لارو په اړه په کې بحث شوی ؤ او د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې.

د غونډې ارزونه د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي وکړه او ورته پروګرامونه او غونډې یې د قانون د حاکمیت په برخه کې اغېزمنې وبللې او د هغې پر دوام یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۱:۲۰
Background image

قراردادي خبرتیا!

ننګرهار پوهنتون غواړي چې د ښوونې او روزنې پوهنځي کانتین د میاشتنۍکرایې په بدل کې په قرارداد ورکړي. ټول هغه حکمي او انفرادي اشخاص، چې د نیولو اراده یې لري، خپلې عرض پاڼې دې د دې اعلان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د کادري ازموینې خبرتیا!

ټاکل شوې ده، ننګرهار پوهنتون راتلونکې سه شنبه چې د (۱۴۰۵/ سنبلې/ ۳) نېټې سره برابره ده، د ننګرهار پوهنتون طب، کونړ سیدجمال الدین افغاني پوهنتون اقتصاد، غزني پوهنتون طب او عامه اداره،. . .

BACK TO NEWS

User account menu