ننګرهار پوهنتون ستراتېژیک پلان

 

دننګرهار پوهنتون د (۱۳۹۶ – ۱۴۰۰) ستراتېژیک پراختیايي پلان

 

ترتیبوونکي:

د ستراتېژیک پراختیايي پلان کمېټې غړي

 

تائیدونکي:

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا مشر          (                          )

                                       

د ننګرهار پوهنتون رئیس                       (                          )

 

د لوړو زده کړو وزیر                             (                        )

 

د مطالبو فهرست

     عنوان                                                                                            مخ

۱. پېژندنه ....................................................................................................................... ۱

۲. لیدلوری ...................................................................................................................... ۲

۳. ماموریت ..................................................................................................................... ۲

۴. ارزښتونه ..................................................................................................................... ۲

۵. حکومتولي................................................................................................................... ۲

۵. ۱.  د رهبرۍ پروګرامونه ........................................................................................... ۳

۵. ۲.  مالي، اداري او اکاډمیکه خپلواکي ......................................................................... ۳         

۵. ۳.  د فساد پر ضد مبارزه .......................................................................................... ۵

۵. ۴.  اداري بیروکراسي ................................................................................................ ۵

۵.۵. د عملیاتي پلان تاییدول ........................................................................................ ۶

۶.۵. د څارنې او ارزونې پیاوړي کول ............................................................................... ۶

۷.۵. د توامیتونو پراختیا............................................................................................... ۷

۸.۵. د مرستو جلبول .................................................................................................. ۷

۹.۵. د جینډر مسایل .................................................................................................. ۸

۱۰.۵. د پوهنتون د بودیجې زیاتوالی .............................................................................. ۸

۶. علمي او اکاډمیک پروګرامونه .......................................................................................... ۹

۱.۶. په علمي کادر کې وړ او مسلکي استادانو ته پراختیا ورکول ......................................... ۱۱

۲.۶. د علمي کادر غړو ظرفیت لوړول........................................................................... ۱۱         

۳.۶. علمي څېړنه او پلان جوړونه ................................................................................ ۱۲

۴.۶. فوق لسانس پروګرامونه....................................................................................... ۱۳

 

۵.۶. د کریکولم پراختیا ............................................................................................. ۱۳

۶.۶. د کیفیت تضمین او اعتبار ورکول.......................................................................... ۱۴

۷.۶. د ښوونیزو موادو چمتو والی ................................................................................ ۱۵

۸.۶. برېښنايي زده کړو پروګرامونه ............................................................................... ۱۵

۹.۶. معالوماتي ټکنالوژۍ ته لاسرسی ........................................................................... ۱۶

۷. لوړو زده کړو ته لاسرسی .............................................................................................. ۱۶

۱.۷. لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسی.............................................................................. ۱۷

۲.۷. لوړو زده کړو ته د ښځینه ؤ پراخه لاسرسی.............................................................. ۱۷         

۳.۷. د کرېډیټ سیستم پیاوړتیا او پلي کول ................................................................... ۱۸

۴.۷. د زده کړیالانو لپاره د خدماتو او اسانتیاوو پیاوړتیا ................................................... ۱۸

۸. زېربناوې ................................................................................................................... ۱۹

۱.۸. د ښوونیزو ودانیو رغونه ...................................................................................... ۲۰

۲.۸. د لوبغالو، غونډو تالارونو او لیلیو رغونه ................................................................. ۲۰

۳.۸. د لابراتوارونو او نورو ښوونیزو زېربېناوو پراختیا ....................................................... ۲۰

۹. SWOT تحلیل.......................................................................................................... ۲۱

۱۰. د پوهنتون موخې او اهداف ........................................................................................ ۲۴

۱۱. د کلیدي کړنو د شاخصونو په نظر کې نیولو سره د پوهنتون ستراتېژیک اهداف او موخې ....... ۲۵

۱۲. بودیجه .................................................................................................................. ۲۶

۱۳. مالي پلان ............................................................................................................... ۲۷

۱۴. خطرات .................................................................................................................. ۳۰

۱۵. د چاپېریال اغېزې ..................................................................................................... ۳۰

۱۶. پایله....................................................................................................................... ۳۱

 

۱. پېژندنه

 ننګرهار پوهنتون د هېواد په ختیزه سیمه کې یو دولتي پوهنتون دی،چې په ۱۳۴۲ کال کې د وخت د اړتیا په نظر کې نیولو سره رامنځته او تر دې مهاله پې زرګونه پیاوړي علمي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي دي. یاد پوهنتون اوس مهال په ۱۳ پوهنځيو کېچې۷۷  بېلا بېلې څانګې لري، د ۴۸۰وړ علمي کادرونولخوا ۱۵۰۰۰ محصلینو ته علمي او اکاډمیک خدمتونه وړاندې کوي.

د ننګرهار پوهنتون اداره په دې هڅه کې ده چې د پوهنتون په ټولو علمي، اکاډمیکو او اداري برخو کې د اوسنۍ عصري نړۍ کاریدونکي علمي پروګرامونه د هېواد د ملي او د لوړو زده کړو وزارت د ستراتېریو په پام کې نیولو سره  پلي کړي، چې دغې چارې ته يې په خپل پنځه کلن (۱۳۹۶- - ۱۴۰۰) ستراتیژیک پراختیايي پلان کې لومړيتوب ورکړی دی.

په دې پنځه کلن ستراتيژيک پلان کېننګرهار پوهنتون خپل لیدلوري او اهدافو ته په کتو د خپل ماموریت په موثره توګه ترسره کېدو لپاره ټولې اړتیاوې او اسانتیاوې په هر اړخیزه توګه په پام کې نیولي دي.د دې پلان د ترتیبولو لپاره د پوهنتون ادارې له خوا د ستراتیژیک پراختیايي پلان جوړولو کمېټه ټاکل شوې، چې غړي یېله ټولو اړوندو پوهنځیو څخه تعین شوي دي. په یاد پلان کې پر بنسټيزو تاسیساتو او اسانتیاوو رامنځته کولو سربېره، د پوهنتون علمي، اکاډمیکو او څېړنیزو چارو د پراختیا په برخه کې ظرفیت لوړونې او علمي پروګرامونو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.  دغه راز  ددې ستراتېژیک پلان په ترتیبولو کې د پوهنتون تېرو ستراتیژیکو پراختیايي پلانونو او د پوهنتون ښکیلو خواوو رغنده نظرونه په پام کې نیول شوي. په ذکر شوي پنځه کلن پلان کې ټولې هغه برخې چې په تېرو ستراتیژیکو پلانونو کې يې چارې نیمګړې پاتې وې په پام کې نیول شوي او د پوهنتون اداره يې بشپړپلي کېدو ته ژمنه ده.

د یاد پلان له پلي کېدا وروسته به پوهنتون په سیمه ییزه کچه ځانګړی باور ترلاسه کړي، چې په نتیجه کې به د لوړو زده کړو وزارت مقام وهڅول شي چې پوهنتون ته هر اړخیزه مالي، اداري او اکاډمیکه خپلواکي ورکړي او پوهنتون به د لا پرمختګ او ودې فرصتونه ترلاسه کړي.

۲. لرلید

ننګرهار پوهنتون د خپل لیدلوري له مخې هوډ لري څو په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه استادانو، علمي او اکاډمیکو څېړنو او برنامو، د زده کړې غوره او پرمختللي چاپېریال، نړیوالو علمي او مسلکي توامیتونو او زده کړیالانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په مرسته په سیمه کې ځانګړې باور ترلاسه کړي.

۳. ماموریت

ننګرهار پوهنتون ویاړي چې د هېواد او سیمې په کچه بېلابېلو مسلکونو کې وړ او معیاري کادرونه روزي، څو د خپلو وړتیاوو او کاري مهارتونو پرمټ په هېواد او سیمه کې شته ستونزو ته حل لارې ولټوي او په پرمختګ کې یې رغنده ونډه ولري.

۴. ارزښتونه

  1. د اسلامي، فرهنګي، اخلاقي او هېواد پالنې د اساساتو  په رڼا کې د ځوان نسل په داسې روحیه روزل چې د شفاف مدیریت او لیډرشیپ پر مټ هېوادوالو ته د خدمت لپاره په موثره توګه خپل مسولیت ترسره کړي
  2. د ملي ستراتېژۍ موخو ته د رسېدو په غرض، چارې تنظیمول
  3. پوهنتون د یو رېښتیني علمي او څېړنیز مرکز په توګه نړیوالو ته ورپېژندل
  4. د علمي څېړنو پربنسټ نوښتونه کول
  5. په چارو کې د موثر او اغېزمن مدیریت عامول
  6.  په ټولو اداري چارو کې روڼوالی په پام کې نیول                                                              

۵. حکومتولي

د ننګرهار پوهنتون اداري جوړښت د رهبرۍ په راس کې د پوهنتون ریس، علمي او اکاډمیکو، مالي او اداري او د محصلانو چارو مرستیالان قرار لري. د دې تر څنګ، پوهنتون د ۱۳ پوهنځيو په لرلو سره د ۷۷ بېلا بېلو څانګولرونکی دی چېداړوندو رییسانو، مرستیالانو او څانګو آمرینو لخوا اداره کېږي.همدارنګه، پوهنتون مختلفې کمېټې لکه (د کیفیت تضمین، څیړنې، کریکولم،فرهنګي چاپېریال ساتنې، ستراتېژیک پلان جوړونې، نظم او ډسپلین، نشراتو، ازموینو، د برېښنایي زدهکړو، تقرر او انفکاک او ترفیعاتو) چې ځانکړې کاري لایحې لري، رامنځته کړي چې دا باوري کړي چې د پوهنتون اړونده چارې په معیاري او اکاډمیکه توګه پر مخ ولاړې شي. د پوهنتون، پوهنځیو، څانګو او د کمېټو د کارونو د ښه پرمختګ په موخه د پوهنتون مرستیالان، د پوهنځیو رییسان او د کمېټو مشران په دوامداره توګه څارنه کوي څو یقیني کړي، چې اړونده چارې په اغېزمن ډول پرمخ روانې دي. د پوهنتون ریاست په پام کې لري چې د لا اغېزمنتیا په پار نورې لازمې کړنې هم ترسره کړي، نو دا بهیر تل څاري.

۱.۵. د رهبرۍ پروګرامونه

د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالان، د پوهنځیو رییسا ن، د څانګو مشران  او نور اړوند مسؤلین د دندو د ښه ترسره کولو وړتیاوې لري. د پوهنتون مشرتابه د رهبرۍ ظرفیت وړونې په موخه تل هڅې کوي. د نوموړې چارېد ترسراوي په موخه یې د اداري کاروونکو لپاره د ظرفیت لوړونې مدیریت رامنځته کړیچې ښه اداري روزنه وویني. د دې ترڅنګ، د پوهنتون مشرتابه لهELCLC، ITCN، USWDP او د کار موندنې مرکز سره په همغږۍ محصیلینو لپاره بېلابېل روزنیز ټریننګ کورسونه او ورکشاپونه دایروي چې د محصیلینو وړتیاوې لوړې کړي. همدارنګه، د پوهنتون مشرتابه د استادانو ظرفیت لوړونې په موخه هم د مختلفو ګمېټو له لارې ډول ډول موثر روزنیز کورسونه او ورکشاپونه دایروي. سربېره پر دې، د پوهنتون مشرتابه تل هڅه کړې چې د لوړو زده کړو د پیاوړتیا پروګرام (HEDP) څخه په اغېزمنه توګه د استادانو د ظرفیت جوړوني په برخه کې ګټه پورته کړي. د پوهنتون مشرتابه ټول استادان او مسؤلین تشویقوي څو په ملي او نړیوالو روزنیزو پروګرامونو کې فعاله ونډه واخلي او تر راتګ وروسته خپلې تجربې له خپلو همکارانو سره شریکې کړي.  د یادې پروسې د څارنې او اغېزمنتیا په موخه د پوهنتون اداره د څارني(د کیفیت د تضمین کمېټه او بشري سرچینو آمریت)  ځانګړي میکانیزمونه  لري چې باوري کړي، چې د پوهنتون ټول علمي او اداري کارکوونکي او محصیلین په اغېزمنه توګه د یادو پروګرامونو څخه ګټه پورته کوي.

۲.۵. مالي، اداري او اکاډمیکه خپلواکي

دا چې مالي، اداري او اکاډمیکې خپلواکۍ د روزنیزو ادارو اصل تشکلیلوي. د یادو چارو په برخه کې لوړو زده کړو وزارت او ننګرهار پوهنتون تل هڅه کوي چې اغېزمن مدیریت ترسره کړي.د لوړو زده کړو وزارت د وزارت په کچه د پوهنتونونو د مالي خپلواکۍ پالیسي، چې د لوړو زده کړو وزارت په عالي شورا کې تائید شو ې ده، په نږدې راتلونکي کې ، لومړی د مرکز په پوهنتونونو او بیا وروسته د زون څلورو په پوهنتونونو کي عملي کوي. د دغې مقررې پر بنسټ به پوهنتونونه وکولایشيد عایداتو امکانات تر لاسه کړي او په خپلواکه توګه بودیجه جوړه او مصرف کړي.

پوهنتون به دمالي خپلواکۍ په لرلو سره لاندې چارې په اغېزمنه توګه ترسره  او خپل عواید زیات کړي:

  1. د فوق لسانس پروګرامونو ته پراختیا ورکول
  2. د  شپې پوهنځيو فعالولاو پراختیا
  3. د اړوند ملي او نړیوالو شرکاوو (Stakeholders) سره ګډېڅېړنې
  4. د پوهنتون د اړوندهنقلیه وسایطو لپاره د تمځایونه جوړول
  5. د لابراتوارونو پراختیا او مجهزول
  6. د با کیفیته کفېټیریا بنسټ اېښودل
  7. د مطبعې ایجاد او دنشراتو امکانات برابرول
  8. د پوهنتون تدریسي روغتون په اساسي ډول د عصر غوښتنو سره سم چمتو کول
  9. د لیليوودانیو او اسانتیاوو ته پراختیا ورکول
  10. د یو مرکزي څېړنيز مرکز ایجادول
  11. څېړنیزفارمونو پیاوړتیا
  12. سوداګریز نندارتونونه جوړول
  13. لنډ مهاله مسلکي روزنیز کورسونه رامنځته کول
  14. د بهرنیو مرستو د جلب لپاره معیاري پروپوزلونو ترتیبول
  15. د حقوقي کلینک پراختیا
  16. د کمپیوټري پروګرامونو (Applications) جوړول

پوهنتون به د اکاډیميکې خپلواکۍ په لرلو سره لاندې موخې ترلاسه کړي:

  1. د فوق لسانس موجوده پروګرامونو ته وده او پراختیا ورکول
  2. د وخت، سیمې او ښکېلو خواوو د غوښتنو او اړتیا سره سم په ښوونیز نصاب کې مثبت بدلون رامنځته کول
  3. د زده کړو په برخه کې د عصري مېتودونو پلي کول
  4. له ملي او بین المللي اعتبار ورکوونکو ادارو څخه اعتبار تر لاسه کول او په دوامداره توګه یې ساتل
  5. د کتابتونونو او کتابونو چاپ چارو ته پراختیا ورکول
  6. د تدریس د نویو میتودونو د ترلاسه کولو په موخه په ملي او نړیواله کچه د ټریننګونو برابرول او برخه پکې اخستل
  7. د برېښنایي زده کړو د عامولو په موخه د اړینو پروګرامونو پلان او پلي کول
  8. د پوهنځیو د مسلکي او تخنیکي عملي پروګرامونو او پروژو په برابرولو کې رغنده ګامونه پورته کول          

پوهنتون به د اداري خپلواکۍ په لرلو سره لاندې موخې ترلاسه کړي:

  1. د نویو علمي پروګرامونو ایجاد او د تشکیل زیاتوالی
  2. د دفتري چارو او اداري سیستم نوي کول
  3. د معالوماتو او ارقامو د خوندي پاتي کېدو په موخه ډېټابېس رامنځته کول
  4. د شته اداري او خدماتي کارکوونکو زیاتول

۳.۵. د فساد پر وړاندې مبارزه

دا چې فساد یوه شومه پدیده ده او د پرمختګونو د مخنیوي لامل ګرځي، ننګرهار پوهنتون په پام کې لري چې د خپلو اړوندو چارو په برخه کې د هر ډول فساد مخنیوي په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د اداري فساد مخنیوي اړوند ټولییز پوهاوی
  2. د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د مقرراتو، لوایحو او قوانینو پلي کول او څارنه
  3. په پوهنتون کې د فساد اړوند مواردو معالومول او ورته حل لارې پیداکول
  4. د پوهنتون ټولو ادارو څخه څارنه
  5. د مجازاتو او مکافاتو د اصل رایجول او پلي کول
  6. دفتري چارې له انالوګ څخه ډیچیټل سیستم ته اړول
  7. د هر ډول غیر قانوني کړنو مخنیوی کول

۴.۵. اداري بیروکراسي

په نړیواله کچه په ادارو کې بیروکراسي د چارو د ښه سمبالښت په برخه کې یو منل شوی اصل ګڼل کېږي، چې اداري یو لړ مهم اسناد د شواهدو په توګه له ځانه سره په دوامداره توګه وساتي. بیا په ځینو مواردو کې منفي بیروکراسي چارې له خنډ او ځند سره مخ کوي لکه: د وخت ضايع، د چارو نه ترسره کېدل، فساد او د مصارفو زیاتوالی. پر همدې اساس، پوهنتون تل هڅه کوي چې د چارو د چټکتیا، روڼوالي او موثریت په موخه د منفي بیروکراسۍ د لمنځه وړولو لپاره لاندې کړې ترسره کړي:

  1. د معالوماتي ټکنالوژۍ پر مټ د پوهنتوني ادارو نښلول
  2. په اداري پروسو کې د غیر ضروري پړاوونو لمنځه وړل
  3. د اداري کړنو د روڼتیا په موخه د کمپیوټري پروګرامونو رامنځته کول
  4. د تدارکاتي سیستم په چارو کې نوی والی رامنځته کول چې عملاً په دې برخه کار روان دی.
  5. په ادارو چارو ګمارل شویو اشخاصو ته د مسولیت په پام کې نیولوصلاحیت سپارل

۵.۵. د عملیاتي پلان تاییدول

د ستراتېژیکو موخو لاسته راوړلو لپاره عملیاتي پلانونو او طرحې د وخت او امکاناتو په نظر کې نیولو سره د مدیریت یو اساس اصل تشکیلوي، چې چارې په ټاکل شویو وختونو کې په اغېزمنه توګه د مثبتو پایلو په لرلو سره ترسره شي. پر همدې اساس، پوهنتون د چارو د ښه سمون لپاره اړینه بولي چې د ستراستژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره علمیاتي پلانونه ترتیب او لاندې کړنې ترسره کړي:

  1. د عملیاتي پلان په جوړولو کې د ښکیلو خواوو شریکول
  2. د عملیاتي پلانونو د ترتیب او تایید څخه ډاډ ترلاسه کول
  3. د عملیاتي پلانونو د پلي کېدو او تطبیق څارنه
  4. د پوهنتون د مربوطه اداري واحدونو د عملیاتي پلان د پلي کېدو شواهد راټول او د یادو شواهدو پر اساس لازمې کړنې ترسره کول
  5. عملیاتي پلانونو سره سم د اړوندو  کړنو راپورونه ترتیب او وړاندې کول
  6. د عملیاتي پلانونو د نه اجراء شویو چارو لپاره د تدابیري پلانونو ترتیبول

۶.۵. د څارنې او ارزونې پیاوړي کول

څارنه او ارزونه د اداري چارو د ښه ترسراوي لپاره د مدیریت څلورم اصل دی، چې له مخې یې له یوې خوا د تېروتنو او اشتباهاتو مخنیوی کېږي او له بلې خوا ډاډ ترسره کېږي، چې چارې په معیاري ډول له پلان سره سمېپر مخ روانې دي. پر همدې اساس، څارنه او ارزونه د شفافیترامنځته کولو او ستونزو د لمنځه وړلو لپاره مهمه کړنه شمېرل  او د چارو د پراختیا او پرمختګ سبب ګرځي. پوهنتون له پلان سره سم د خپلو چارو ترسراوي څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه په دوامداره توګه د څارنې او ارزونې په برخه کې لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د رهبرۍ په کچه د چارو څخه لیدنه او تېروتنو د مخنیوي او سمون په موخه لازمې پرېکړې کول
  2. د اداري کړنو په هکله له  پوره دقت څخه کار اخستل
  3. د علمي او اکاډمیکو چارو د ګړنديتوب لپاره له اوږدو پروسو ډډه کول
  4. د څارنې او ارزونې لپاره د ځانکړو کمېټو رامنځته کول

۷.۵. د توامیتونو پراختیا

علمي تواميتونه د تجربو شريکولو، ظرفيتونو لوړولو او مرستو په جلب کې د پوهنتونونو سره ډېره مرسته کولی شي. ننګرهار پوهنتون په تېرو لسو کلونو کې له بېلابېلو ملي او نړېوالو پوهنتونونو او ادارو سره تواميتونه کړي دي چې دې پوهنتون ته خورا ګټور تمام شويدي. ننګرهار پوهنتون تر ۱۳۹۶ کال پورې ۲۱ تواميتونهله ملي او نړیوالو پوهنتونونو او ادارو سره لاسلیک کړي، چې د پوهنتون د چارو په سمون او پرمختګ کې د پام وړ همغږي ترسره کوي.  پوهنتون په راتلونکو پنځو کلونو کې د شتو تواميتونو ساتلو او د نورو تواميتونو کولو لپاره لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د بهرنیو اړیکو او مرستو د جلب پوهنتون شموله کمېټه ایجادول
  2. په یاده کمېټه کې د نړیوالو تجربو لرونکو  او ژمنو کادري غړیو ځای پر ځای کول
  3. یادې کمېټو ته پالیسي او اړوند ټول اداري اسناد چمتو کول
  4. د یادې کمېټې چارو ته پوره پام لرنه او پراختیا ورکول
  5. د یادې کمېټې پر هڅو د امکان تر برېده د نړیوالو او سیمه ییزو پوهنتونونو او ادارو څخه د توامیت له مخې د مرستو جلبول

۸.۵. د مرستو جلبول

په اوسني عصر کې هيڅ یوه اداره نشي کولی په یواځې ځان خپلې ټولې چارې په ښه ډول ترسره او خپلو موخو ته ورسېږي. نو بناً ټولې ادارې اړ دي چې د خپلو چارو د ترسره کوو په برخه کې داخلي او بهرنۍ همکارۍ او مرستې ترلاسه کړي. د ننګرهار پوهنتون هم د خپلو چارو د ښه ترسراوي او پرمختګ لپاره کورنیو او بهرنیو مرستو ته اړتیا لري، چې د ترلاسه کولو په موخه یې لاندې کړنې په راتلونکو پنځو کلونو کې ترسره کوي:

  1. د مرستو د جلب او د اړیکو د ټینګولو کمېټو ته پراختیا ورکول
  2. له مربوطه ملي او بین المللي ادارو سره توامیتونو لاسلیکول او حد اکثر ګټه ترې پورته کول
  3. کمېټو ته د اړونده چارو د ترسراوي لپاره د پلانونو او پالیسیو ترتیب او تهیه کول
  4. د ترسره شویو توامیتونو او اړیکو څخه د پوهنتون په هر اړخیز پرمختګ کې موثره ګټه پورته کول
  5. په ملي او نړیواله کچه له پوهنتونونو سره په عملي چارو د همغږیو او فرصتونو زمینه برابرول
  6. د پوهنتون د فزیکي او معنوي جوړښت او پرمختګ په موخه د حقیقي او حکمي اشخاصو څخه معنوي او مادي مرستو جلبول

۹.۵. د جنډر مسایل

د ټولنیز ژوند د پرمختګ او ټولنې هر اړخیزې ودې لپاره نارینه او ښځینه پرته له کوم تبعیض او امتیاز څخه په ګډه د اړوندو چارو په ترسره کولو کې فعاله ونډه اخلي. دا چې افغانستان د څو لسیزو داخلي جګړو او ورانیو له کبله په بېلابېلو برخو کې ویجاړ او وروسته پاتې شوی چې له امله یې د ښځو ونډه د سړیو پرتله کمه شوېده. لازمه ده چې ښځې هم د سړیو په څېر په ټولو اداري او مسلکي کړنو کې د امکان تر بریده په فعاله توګه ونډه واخلي، څو د بشري قويې شته تشه ډکه او چارې په معیاري شکل ترسره شي او هم ښځې له خپلو حقوقو برخمنې شي. پوهنتون د علمي بنسټ په توګه په پلان کې لري، چې د نارینه وو تر څنګ ښځو ته هم په علمي او اکاډمیکو برخو کې ونډه ورکړي، چې پدې برخه کې لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. په علمي او تحصیلي پروګرامونو کې د نارینه محصیلینو ترڅنګ د ښځینه محصیلینو شمېر زیاتوالي ته پوره پاملرنه
  2. د لوړو زده کړو ترلاسه کولو په موخه ښځینه محصیلینو د تشویق لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونو پېلول
  3. د بشري ځواک د ګمارنې په برخه کې ښځینه کادرونو ته د امکان تر بریده پاملرنه زمینه برابرول
  4. د نظري زده کړو تر څنګ ښځینه محصیلینو ته د عملي زده کړو پراختیا
  5. ښځینه محصیلینو ته د تفریح ځایونو رغول او د بېلابېلو سهولتونو برابرول

۱۰.۵. د پوهنتون د بودیجې زیاتوالی

پوهنتون هوډ لري په علمي، اداري او فریکي برخه کې پراختیا ومومي چې په راتلونکي کې د یو پرمختللي پوهنتون په توګه وکولای شي په فوق العاده توګه خپل خدمات وړاندې کړي. اړینه ده چې د لاندې چارو د ترسره کولو لپاره په خپله بودیجه کې په دوامداره توګه زیاتوالی رامنځته کړي، چې دې موخې ته د رسېدو په پار لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د فوق لسانس پروګرامونو ته پراختیا ورکول
  2. د  شپي پوهنځيو فعالول او پراختیا
  3. د اړوند ملي او نړیوالو شرکاوو (Stakeholders) سره ګډېڅېړنې
  4. د پوهنتون اړوندهنقلیه وسایطو لپاره د تمځایونه جوړول
  5. لابراتوارونو پراخ او مجهز کول
  6. د با کیفیته کفېټیریا بنسټ ایښودل
  7. د مطبعې ایجاد او نشراتو امکانات برابرول
  8. د پوهنتون تدریسي روغتون په اساسي ډول د عصر غوښتنو سره سم چمتو کول
  9. د لیليې ودانیو او سهولتونو ته پراختیا ورکول
  10. د یو مرکزي څېړنيز مرکز ایجادول
  11. څېړنیزفارمونو پیاوړتیا
  12. سوداګریز نندارتونونه جوړول
  13. لنډې مودې مسلکي روزنیز کورسونه رامنځته کول
  14. د بهرنیو مرستو د جلب لپاره معیاري پروپوزلونو ترتیبول
  15. د حقوقي کلینک پراختیا
  16. د کمپیوټري پروګرامونو (Applications) جوړول                                  

۶. علمي او اکاډمیک پروګرامونه

د پوهنتونونو او علمي بنسټونو اصلي دنده د علمي کړنو ترسره کول دي. په همدې اساس، ننګرهار پوهنتون په پام کې لري چې د یو با کیفیته او پرمختللي پوهنتون په توګه بېلابېل ساینسي، ټولنیز او څېړنیز پروګرامونه پر مخ یوسي چې له امله یې په هېواد او نړۍ کې د انساني ژوند په ښه والي او پرمختګ کې پوره ونډه لرلي وي. په دې لړ کې پوهنتون د علمي او اکاډمیکو پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د تخصصي او مسلکي برخو د پرمختګ په موخه نویو علمي پروګرامونو ایجادول، چې عبارت دي له:
  2. . دوکتورا پروګرامونه:
  1. حقوق او سیاسي علومو پوهنځی                                         (۱۳۹۸)
  2. شرعیاتو پوهنځی   دویمه دوکتورا                                       (۱۳۹۸)

b. ماسټرۍ پروګرامونه:

  1. په عامه روغتیا کې د ماسټرۍ پروګرام                                 (۱۳۹۷)
  2. په عربي ادبیاتو کې د ماسټرۍ پروګرام                               (۱۳۹۷)
  3. په وترنري علومو کې د ماسټرۍ پروګرام                             (۱۳۹۸)
  4. په ملي اقتصاد کې د ماسټرۍ پروګرام                                 (۱۳۹۸)
  5. په اداره او ډپلوماسۍ کې د ماسټرۍ پروګرام                         (۱۳۹۸)
  6. په هارټېکلچر کې د ماسټرۍ پروګرام                                 (۱۳۹۹)
  7. په حیواني علومو کې د ماسټرۍ پروګرام                             (۱۳۹۹)
  8. په انګلیسي ادبیاتو کې د ماسټرۍ پروګرام                            (۱۴۰۰)
  9. په سیول انجینرۍ  کې د ماسټرۍ پروګرام                            (۱۴۰۰)

c. نویو پوهنځیو ایجاد :

  1. نرسنګ پوهنځی                                                                    (۱۳۹۷)
  2. ستوماتولوژي پوهنځی                                                          (۱۳۹۷)
  1. سوداګرۍ پوهنځی                                                                (۱۳۹۹)

d. د نویو څانګو ایجاد:

  1. د نباتاتو نسلګیري څانګه کرنې پوهنځي کې                      (۱۳۹۷)
  2. د بایو ټکنالوژي څانګه وترنري علومو پوهنځي کې            (۱۳۹۷)
  3. د چینايي ژبې مرکز، ژبې کورس                                         (۱۳۹۷)
  4. د عامه اړیکو څانګه په ژورنالیزم پوهنځي کې                    (۱۳۹۷)
  5. د خاورې پېژندنې څانګه په کرنې پوهنځي کې                   (۱۳۹۸)
  6. د برېښنايي انجینرۍ څانګه په انجینرۍ پوهنځي کې     (۱۴۰۰)
  7. د روسي ژبې او ادب څانګه په ادبیاتو پوهنځي کې          (۱۳۹۸)
  8. د احصایې څانګه په اقتصاد پوهنځي کې                         (۱۳۹۸)
  9. د نړیوال اقتصاد څانګه په اقتصاد پوهنځي کې               (۱۳۹۸)
  10. د اردو ژبې او ادب څانګه په ادبیاتو پوهنځي کې             (۱۳۹۹)
  11. د کمپیوټر انجینري څانګه په کمپیوټر ساینس پوهنځي کې(۱۳۹۹)
  12. د بشر حقوقو څانګه په حقوقو پوهنځي کې                      (۱۳۹۹)
  13. د اسپانوي ژبې او ادب څانګه په ادبیاتو پوهنځي کې      (۱۴۰۰)
  14. د نفتي موادو څانګه په ساینس پوهنځي کې                     (۱۴۰۰)
  15. د چاپېریال ساتنې څانګه په کرنې پوهنځي کې                 (۱۴۰۰)

e. د نویو شپې پروګرامونو ایجاد:

  1. کرنې پوهنځی                                                                         (۱۳۹۷)
  2. عامه ادارې او پالېسۍ پوهنځی                                           (۱۳۹۷)
  3. کمپیوټر ساینس پوهنځی                                                     (۱۳۹۷)
  4. انجینرۍ پوهنځی                                                                  (۱۳۹۸)
  5. سانیس پوهنځی                                                                    (۱۳۹۸)
  6. وترنري علومو پوهنځی                                                          (۱۳۹۸)
  7. ژورنالېزم  پوهنځی                                                                 (۱۳۹۹)
  1. د بورسیو لاسته راوړل
  2. د څېړنې معیاري کول
  3. د ښوونیزو ورکشاپونو او ټریننګونو دایرول
  4. د سمپوزیمونو او نندارتونونو ته پراختیا ورکول
  5. د معالوماتي ټکنالوژۍ سرچینې تشخیص او کارول
  6. وېب پاڼې نوي کول
  7. د نویو علمي او څېړنیزو مجلو او ژورنالونو تاسیسول
  8. علمي نصاب د مارکیټ او بازار غوښتنو سره عیارول
  9. د کتابتونونو معیاري کول
  10. د علمي تجربو د شریکولو په موخه له نورو پوهنتونونو څخه د استادانو ( Visiting Professors ) رابلل
  11. د علمي سیرونو پراختیا        

۱.۶. په علمي کادر کې وړ او مسلکي استادانو زیاتول

دا چې ننګرهار پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت قانون او مقرراتو سره سم په بېلا بېلو علمي، مسلکي او تخصصي برخو کې ټولنې او سیمې ته وړ کادرونه روزي، نو تل هڅه کوي چې د مسلکي او وړ کادرونو په جذبولو کې لاندې ټکي په پام کې ونیسي:

  1. د لوړو زده کړو وزارت قانون د تقرر شرایطو په رڼا کې داسې اشخاص په کادر کې جذبول چې اکاډمیکو ارزښتونو ته ژمن وي.
  2. د مسلک او تخصص په پام کې نیولو سره د پیاوړو او مناسبو اشخاصو ګمارل
  3. په تقرر کې وړ دوکتور او ماستر تشخیصول او لومړيتوب ورکول
  4. په کادر کې د شمولیت لپاره د شفافي پروسې رامنځته کول
  5. د پوهنتون د لوړې سويې او لايقو استادانو او غړو ساتنه او وړتیاوو یې پوره ګټه اخستل
  6. د موجوده علمي کادرونو ظرفیت ته وده او پراختیا ورکول

۲.۶. د کادر غړو ظرفیت لوړول

د پوهنتونونو او علمي موسساتو د هر اړخیز پرمختګ یو مهم لامل د اړوندو ادارو بشري ځواک او کار کوونکي ګڼل کېږي. کار کوونکي د مربوطه ادارو د رهبرۍ چارې په ښه ډول ترسره کوي او هم ورته د اهدافو تحقق لپاره بېلابېلې مادي او معنوي سرچینې رامنځته او ورڅخه موثره ګټه پورته کوي. پر همدې اساس، ننګرهار پوهنتون د پرمختګ او پراختیا لپاره په پام کې لري چې د علمي او اداري کاري ځواک د ظرفیت د کچې د لوړولو په پار لاندې کړنې په راتلونکو پنځو کلونو کې ترسره کړي:

  1. د علمي کادر غړو ته په ماسترۍ او دوکتورا پروګرامونو کې د زده کړو زمینه برابرول.
  2. د شتو مسلکي او منلو کادرونو څخه د پوهنتون په پرمختیايي او روزنیزو چارو کې ګټه پورته کول
  3. پوهنتوني پرسونل ته د نويو اړتياوو د پېژندنې په اړه د داخلي روزنو او ټريننګونو فرصتونونو برابرول
  4. د پوهنتون د منلو کادرونو، استادانو او غړو ساتنه.
  5. د پوهنځيو ریيسان او د مختلفو څانګو مشرانو د غوره او پياوړې پوهنتوني اداري ستراتيژۍ طرحه کولو لپاره رهبري کول.
  6. پوهنتوني تدريسي غړيو ته د اروا پوهنې نوېو لارو چارو په اړه روزنه ورکول  او هم د زده کړې د معاصرو تخنيکونو برابرول
  7. اداري مديران په هغه مهارتو روزل او سنبالول چې د کارونو د ښه پرمخ بيولو وړتيا ترلاسه کړي.
  8. په ښوونيزو مهارتونو، وړتياوو او نوې ټکنالوژۍ باندې د علمي کادرونو سمبالول.
  9. د ستراتيژيک پلان او کړنلارو د پلي کيدو  په اړه د اداري پرسونل روزل.
  10. د غوره زده کړې او ښوونې د زياتېدنې او وده ورکونې په موخه دلرې واټن د زده کړې لپاره اسانتياوو  برابرول.
  11. تدريسي غړو ته د انګريزي او نورو بهرنیو ژبو د روزنې اسانتیا برابرول.
  12. پوهو او وړ  استادانو له پاره د علمي ، څېړنيزو او عملي پروژو عملي کولو اسانتياوو برابرول.

۳.۶. علمي څېړنه او پلان جوړونه

په نړیواله کچه څېړنې او د څېړنو په پار پلان جوړونه د پوهنتونونو د ودې او پرمختګ په برخه کې خپل ځانګړی رول لوبوي. هره ټولنه او د ټولنې وګړي د ستونزو حل او پرمختګونو رامنځته کولو په غرض علمي څېړني ترسره کوي. د څېړنو پواسطه پوهنتونونه په خپلو صادراتو او عوایدو کې زیاتوالی راولي، چې په نتیجه کې یې هم ټولنه له ستونزو خلاصېږي او هم له نورې نړۍ سره د سیالۍ جوګه کېږي. بناً ننګرهار پوهنتون هم په راتلونکو پنځو کلونو کې ژمن دی چې د علمي څېړنو د ترسره کولو او ودې ورکولو لپاره لاندې کړنې ترسره کړي:

  1. د پوهنتون، پوهنځیو او څانګو په کچه د څېړنو یو موثر میکانېزم رامنځته کول
  2. د څېړنيزو کړنو او پروژو د ترسره کولو له پاره د بودېجې او امکاناتو برابرول
  3. دنړيوالو پوهنتونونو سره اړيکو ټينګول او دڅېړنیزو پروګرامونو پرمخ بيولو له پاره  د مرستو جلبول
  4. د شتو لابراتورونو تجهیز او رغونه
  5. د څېړنيزو پروژو د پايلو او لاسته راوړنو خپرول او د اړوند ادارو سره یې شريکول
  6. د پوهنتوني څيړنيزو مرکزونو له لوري د خصوصي سکتور دستونزو او اړتياوو حل له پاره د څېړنيزو پروژو طرحه کول
  7. دا چې د ننګرهار پوهنتون دهېواد په کچه د څېړنې د امتیاز څښتن دی او په هره برخه کې دمتخصيصينو او څېړونکو لرونکی دی، نو د هر ډول پلټنې او څېړنې په برخه کې د غوره مېکانيزم له لارې د څيړنو له پاره د يو تحقيقاتي مرکز رامنځته کول.
  8. د څېړنې په برخه کې د علمي، اداري پرسونل او محصیلینو روزل
  9. د څېړنيزو پروګرامونو ترسره کولو له پاره استادان بهرنيو هيوادونو ته استول چې دعلمي، څېړنيزو او نظري کارونو ترسره کولو وړتيا ترلاسه او له غوره پايلو سره هېواد ته راستانه شي.

۴.۶. فوق لسانس پروګرامونه

د هېوادونو او ټولنو د پرمختګ او وروسته پاتې والي لامل د اړوند هېواد د وګړو د پوهې او علمیت د کچې سره تړاو لري. د کومو هېوادونو پوهنتونونه چې خپلو وګړو ته د علمي او مسلکي زده کړو لپاره لسانس او فوق لسانس فعاله پروګرامونو لري هېوادونو یې په هر اړخيزه توګه پرمختګ او وده کړې ده او وګړو ته یې د هوسا ژوند کولو اسانتیاوې او زمینه برابره کړې. همدا علمي پروګرامونه چې د ژوندانه بېلابېلې ستونزې حلوي او د پرمختګونو لپاره لوری ټاکي چې یاده کړنه د پوهنتونونو یو له مهمو دندو شمېرل کېږي. پر همدې اساس ننګرهار پوهنتون د هېواد پرمختګ لپاره یو لړ فوق لسانس پروګرامونه پر مخ بیایې او یو لړ نوي پروګرامونه په یاده برخه کې د راتلونکو پنځو کلونو په موده کې ایجادوي ، چې په دې پار لاندې کړنې تر‎سره کوي:

  1. په راتلونکو پنځو کلونو کې د ماسترۍ نهه او د دوکتورا دوه نور پروګرامونه رامنځته کول
  2. د موجوده فوق لسانس پروګرامونو بیاکتنه او د ښه والي هڅې یې
  3. نویو علمي پروګرامونو د ایجاد لپاره د لازمو کادرونو، وسایلو او امکاناتو چموالی

۵.۶. د کریکولم پراختیا

دا چې نړۍ او ټولنه په دوامداره توګه د بدلون او پرمختګ په حال کې ده، پوهنتونونه او تحصیلي موسسې اړ دي،چې د خپلو علمي پروګروامونو کریکولمونه د وخت، بازار او نورو ښکېلو خواوو د غوښتنو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره د کریکولم د بیاکتنې په ترڅ کې د نصاب موضوعاتو کې وخت په وخت نوي او مثیت بدلونونه رامنځته کړي.  پوهنتون د خپلو اړوند علمي پروګرامونو د مثبت بدلون او د شرکاوو  غوښتنوته د ځواب ویلو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې کړنې ترسره کوي: 

  1. د پوهنتون په کچه د کریکولم د کمېټو پیاوړي کول
  2. د کریکولم کمېټو غړو لپاره د اصلاحاتو په موخه نوې کړنلارې او پالیسۍ تهیه کول
  3. د پوهنتون او پوهنځیو په کچه د علمي کادر غړو لپاره د کریکولم د نوي والي او سمون په موخه د لازمو تریننګونو چمتو کول
  4. د کرېکولم په بیاکتنه او پراختیا کې  د متخصصو اشخاصو، فارغانو او کارګمارنې مراجعو سره مشورېکول.
  5. له اړتيا سره سم له نړيوالو پوهنتونونو سره د کریکولم په بيا سمونه کې ملتيا.
  6. لهنړيوالو معتبرو پوهنتونونو څخه د نويو چاپ شويو خپرونو او کتابونو ترلاسه کول.
  7. لهکریکولم څخه د مطلوبو موخو د لاسته راوړلو په غرض ارزونه
  8. لهټاکل شوي کریکولم سره سم د درسي موادو تهیه او برابرول
  9. د کریکولم د پلي کېدو څخه د ډاډ په موخه د اړوندو علمي پروګرامونو څخه راپورونه راټولول                          

۶.۶. د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونه

پوهنتونونه د خپلو ملي او نړیوالو تحصیلي معیارونو په رڼا کې د خپلو خدماتو د ښه باور  ترلاسه کولو په موخه تل هڅه کوي چې په خپلو علمي او څېړنیزو پروګرامونو کې بهتروالی راولي.  نوموړې چارې د ملي او یا هم د نړیوالو اعتبار ورکونکو ادارو لخوا  دبیا کتنې او ارزونې پروسو په بهیر کې ارزول کېږي چې په پایله کې یې اړوند پوهنتونونو خدمات د اعتبار بېلابېلې درجې ترلاسه کوي او د علمي او څېړنیزو چارو د نوي والي او غوره والی سبب ګرځي. ننګرهار پوهنتون په راتلونکو پنځو کلونو کې  د ښه باور او اعتبار تر لاسه کولو لپاره د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو په برخه کې لاندې کړنې تر سره کوي:

  1. د ملي او بین المللي تضمینونکو ادارو څخه د کیفیت تضمین او اعتبار لاسته راوړل
  2. په ملي او بین المللي کچه د پوهنتون د خدماتو کیفیت او درجې لوړول
  3. د کیفیت د تضمین او لوړولو په موخه د مسلکي کاري ټیم رامنځته کول
  4. په ټولنه کې د پوهنتون د اعتبار زیاتولو لپاره د ټولنیزو ستونزو په حل کې فعاله ونډه اخستل
  5. په پوهنتون کې د ښو زده کړو ټولې اسانتیاوې برابرول
  6. د نظري زده کړو په څنګ کې عملي زده کړو ته اسانتیاوې برابرول
  7. د کیفیت د ښه والي په موخه د نورو پوهنتونونو او تحصیلي موسسو سره همغږې
  8. په زده کړو کې د تدریس نویو میتودونو څخه ګټه پورته کولو لپاره اسانتیاوې برابرول
  9. د پوهنتون د ستراتېژیکو موخو د تحقق لپاره له اړوندو پوهنځیو او څانګو سره همغږي
  10. د روزنیزو پروګرامونو پیاوړتیا او عامول
  11. محصیلنو، اداري او علمي کادر غړیو ته کیفیت د ښه والي د معیارونو په هکله عامه پوهاوی ورکول

 

۷.۶. د ښوونیزو موادو چمتو والی

نن ورځ د نړۍ پوهنتونونه په دې هڅه کې دي چې د باور ترلاسه کولو لپاره خپلو علمي پروګرامونو د کريکولمونو د سمون وروسته اړونده درسي مواد د نویو میتودونو په پام کې نیولو سره چمتو کړي، چې د مناسبو ښوونیزو موادو په تدریس سره وکولای شي چې له یوې خوا د وخت شرایط  او بدلونونه په پام کې ونیسي او له بلې خوا د خپلو اړوند ښکېلو خواوو غوښتنو ته مثبت ځواب وواييچې پایله به يې د مربوطه پوهنتون د لوړې درجې  او باور تر لاس کول وي. ننګرهار پوهنتون په راتلونکو پنځه کلونو کې د ښه باور د ترلاسه کولو په موخه د خپلو علمي پروګرامونو د ښوونيزو موادو د چمتو کولو په برخه کې لاندې کړنې تر سره کوي:

  1. د نصاب او  درسي موادو د سمون او ښه والي لپاره د کريکولم  کمېټې چارو ته  پراختيا ورکول
  2. د کرېکولم کمېټې کړنې د نویو مېتودونو سره همغږې کول
  3. په پوهنځیو کې د نصاب او کریکولم کمېټې چارو ته ځانګړې پاملرنه او پراختيا ورکول
  4. د درسی موادو د پياوړتيا په موخه د علمي کادر غړیو د تالیفاتو چارو ته خاصه توجه کول په دې برخه کې د هغوی هڅونه
  5. د پي ډی سی مرکز د دفتر فعالول او په کې د چارو ښه اجرا په موخه د وړ اشخاصو ګمارل
  6. د پوهنتون د علمي کادر غړو لپاره د هېواد په داخل او له هېوادڅخه بهر د روزنیزو پروګرامونو برابرول

 

۸.۶. د برېښنايي زده کړو پروګرامونه

دا چې په نړیواله کچه پوهنتونونه د حضوري زده کړو تر څنګ د غیر حضوري زده کړو پروګرامونه پر مخ وړي او د شته امکاناتو پر مټ د خپلو خدماتو پوښښ ته پراختیا ورکوي ، دې موخې ته د رسېدو په پار پوهنتونونه په خپلو خدماتو کې د ټکنالوژۍ ونډه زیاته او موثره ګټه ترې پورته کوي. د علمي او څېړنیزو بهیرونو د پیاوړتیا او موثریت لپاره پوهنتونونه خپلو اړوند ښکېلو خواوو ته د برېښنایي اسانتیاوو په چمتوکولو سره هر اړخیز نوی والی او مثبت بدلون رامنځته کوي. د حضوري علمي پروګرامونو سره په څنګ کې پوهنتونونه اړ دي چې د انلاین کورسونو او ګډو زده کړو لپاره د انلاین سرچینو اسانتیاوې رامنځته او ګټه ترې پورته کړي. د نوموړې چارې د ښه مدیریت په موخه پوهنتون په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د برېښنايي زده کړو  کمېټې ته پراختیا ورکول
  2. د برېښنايي زده کړو په اړه علمي کادر غړيو ته د ورکشاپونو برابرول
  3. په ټولو پوهنځیو کې د برېښنايي زده کړو عامول
  4. د برېښنايي زده کړو د پروګرامونو پلي کېدا څخه بشپړه څارنه
  5. د برېښنايي زده کړو د ښه ترسراوي لپاره د یوې ځانګړې پاليسۍ(کړنلارې) رامنځته کول
  6. د ټولو پوهنځیو محصیلینو ته د برېښنايي زده کړو په هکله معالومات ورکول

 

۹.۶. معالوماتي ټکنالوژۍ ته لاسرسی

دا چې په نړۍ کې معالوماتي ټکنالوژي د معالوماتو په ترلاسه کولو، خوندیتوب ، د اړیکو پهټینګولو،  ښه مدیریت او د روزنیزو پروګرامونو په برخه کې رغنده دنده ترسره کوي، اړینه ده چې پوهنتونونه هم په کافي اندازه خپلې چارې د معالوماتي ټکنالوژۍ پر مت پیاوړي کړي. پوهنتون هم معالوماتي ټکنالوژۍ څخه د خپلو چارو په انسجام او چټکیا په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. زېربېناوو ته پراختیا او وده ورکول
  2. د اداري، تخنیکي او مديريتي چارو سمون او پراختيا
  3. د اي ټی امنیتي وسایلو ته پاملرنه او پراختیا
  4. سوپر وای فای (WiFi) ته پراختیا ورکول
  5. د پوهنتون اړوند ټول پوهنځي او ادارې معالوماتي ټکنالوژۍ پواسطه وصلول
  6. د ITCN دفتر د چارو سمون او پراختیا
  7. په ټولو اداري دفترونو کې ډېجېټل ټېلیفون اسانتیاوې رامنځته کول
  8. د پوهنتون ټولو پوهنځیو کې معالوماتي ټکنالوژۍ ته د لاسرسي په غرض د یو تن مسؤل ټاکل
  9. د معالوماتي ټکنالوژۍ ټولو کار کوونکو ته روزنیز ورکشاپونه برابرول

۷. لوړو زده کړو ته لاسرسی

زده کړې د وګړو یو له اساسي حقوقو څخه ګڼل کېږي، چې له نېکه مرغه د هېواد د اساسي قانون له مخې د لسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې د دولت لخوا په وړیا توګه د قانون د حکمونو په پام کې نیولو سره د پوهنتونونو لخوا وړاندې کېږي. عامه وګړي د لسانس پروګرام زده کړو څخه پورته لوړې زده کړې د یو لړ لګښتونو په ورکولو سره په هېواد او له هېواد څخه بهر ترسره کولی شي. ننګرهار پوهنتون لوړو زده کړو ته د لاسرسي په موخه ګڼ شمېر علمي پروګرامونه په بېلا بېلو برخو او وختونو ( سهار او له وخته وروسته) کې پرمخ بیايي. لوړو زده کړو ته په شفافه توګه د لاسرسي په موخه پوهنتون په راتلونکو پنځو کلونو لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د لوړو زده کړو د اهمیت په اړه عامه وګړو ته د عامه پوهاوي په پار هر اړخیز معالومات وړاندې کول
  2. د کانکور له لارې په شفافه توګه زده کړو ته د لاسرسي زمینه برابرول
  3. د وړتیا او ظرفیت په پام کې نیولو سره بېلابېلو علمي پروګرامونه ته د محصیلینو ورپېژندل
  4. له هر ډول توپیر پرته هېوادوالو ته په مساویانه ډول د زده کړو حق ورکول او اسانتیاوې برابرول
  5. د وخت او بازار د غوښتنو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره د نویو علمي پروګرامونو ایجادول

۱.۷. لوړو زده کړو ته پراخه د لاسرسی

هېوادونه هڅه کوي چې خپلو وګړو ته په پراخه توګه د لوړو زده کړو ترلاسه کولو لپاره بېلابېلې اسانتیاوې برابرې کړي او هېواد یې په هر اړخیز ډول پرمختګ او وده وکړي.  د افغانستان لوړو زده کړو وزارت هم پدې هڅه کې دی چې د هېواد وګړي یې په بېلابېلو علمي برخو کې لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسي ولري. ننګرهار پوهنتون په پراخه توګه لوړو زده کړو ته د لاسرسي په موخه ګڼ شمېر علمي پروګرامونه په بېلا بېلو برخو او وختونو کې ( سهار او له وخته وروسته) پرمخ بیايي. لوړو زده کړو ته په شفافه توګه د پراخه لاسرسي په موخه پوهنتون په راتلونکو پنځو کلونو لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. په پوهنتون کې د ټولو علمي پروګرامونو څخه موثره ګټه پورته کول
  2. خپلو علمي پروګرامونو د جذب ظرفیت ته پراختیا ورکول
  3. عامه وګړو ته د علمي پروګرامونو په اړه پوره او نوي معالومات ورکول
  4. د وخت له غوښتنو سره سم د نویو علمي پروګرامونو رامنځته کول

۲.۷. لوړو زده کړو ته د ښځینه ؤ پراخه لاسرسی

دا چې ښځې د ټولنې په بشري ځواک کې له نیمايي څخه زیاته برخه تشکیلوي او د ټولنې په هر اړخیز پرمختګ کې د نارینه و تر څنګ په پراخه کچه اړوند چارې پرمخ بیايي، اړینه ده چې ښځینه هم له نارینه سره په ټولو حقوقو او امتیازاتو کې په مساوي اندازه ونډه ولري. د لوړو زده کړو په پروګرامونو کې هم د ښځینه وو ونډه د نارینه وو په څېر په پام کې نیول شوې. ننګرهار پوهنتون لوړو زده کړو ته د ښځینه وو د پراخه لاسرسي په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د جنډر برابروالی په نظر کې نیول
  2. ښځینه محصیلینو ته د پوهنتون په علمي پروګرامونو کې ګډون لپاره زمینه برابرول او تشویقول
  3. ښځینه محصیلینو ته د لوړو زده کړو ته د تشویق په موخه که د معیاري ټولګي شمېره پوره کړي،

د جلا  درسي ټولګیو چمتو کول

  1. د ښځینه استادانو په علمي کادر کې شاملول
  2. ښځینه لیلیو او ټرانسپورت اسانتیاوو ته وده ورکول

۳.۷. د کریډیټ سیستم پیاوړتیا او پلي کول

د نړۍ ډېری پوهنتونونه د کریډیټ سیستم د اصولو په رڼا کې خپل روزنېز پروګرامونه پر مخ بیايي او له دې لارې محصیلینو د ښو پایلو لرونکو زده کړو او اسانتیاوو زمینه برابروي چې له یوې خوا محصلین وکولای شي له خپل توان سره سم د زده کړو بهیر پرمخ یوسي او له بل پلوه د نظري زده کړو سره په څنګ کې د اړوندو عملي زده کړو له اسانتیاوو څخه هم برخمن شي. پوهنتون د کریډیټ سیستم زده کړو د پیاوړتیا او معیاري کېدو په پار لاندې کړنې په پام کې لري:

  1. د علمي کادر ټولو غړو ته د کریډیټ سیستم د عملي کېدو په اړه روزنیز ورکشاپونه پېلول
  2. د کریډیټ سیستم د موثریت په اړه محصیلینو ته معالومات ورکول
  3. په اړوندو پوهنځیو کې د کرېډیټ سیستم عملي کېدو څارل
  4. د کرېډیټ سیستم په ښه بڼه د پلي کېدو په هکله تدریسي او اجرایوي مدیرانو ته پوهاوی ورکول
  5. د پایلو پر بنسټ د زده کړو په نتیجه کې د کرېډیټ لایحې موخې ترلاسه کول
  6. د شاګرد محورۍ د زده کړو دودول
  7. د کرېډیټ لایحې په اساس د عملي زده کړو پیاوړي کول
  8. د ټرانسکریپټونو د ترتیب په برخه کې د نمرو درجه بندي د فیصدۍ تر څنګ د GPAپهسیستم برابرول

۴.۷. د محصیلینو لپاره د خدماتو او اسانتیاوو پیاوړتیا

پوهنتونونه هڅه کوي تل په خپلو علمي او خدماتي چارو کې محصلینو ته د پام وړ سهولتونه برابر او غوره پایلو په لرلو سره محصلین وروزي چې پوهنتونونه د هېواد او په نړیواله کچه د محصیلینو توجه او رضایت خپل کړي.  د خدماتو او سهولتونو په وړاندې کولو سره پوهنتونونه غواړي چې له یو پلوه په علمي ټولنې کې خپل حیثیت لوړ کړي او له بل پلوه له همدې لارې مالي او مادي امکانات پراخه کړي. پوهنتون د غوره خدماتو او اسانتیاوو د پیاوړي کولو په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. محصیلینو ته د علمي سفرونو زمینه برابرول
  2. سپورتي اسانتیاوې برابرول
  3. محصلینو ته د زده کړو د برابرولو ترڅنګ، د لازمو مهارتونو چمتووالی
  4. د وېبسایټ له لارې محصلینو ته پوره معالومات په واک کې ورکول
  5. د محصلینو وړاندیزونو او شکایاتو ته لاسرسی
  6. د علمي او عملي زده کړو په برخه کې محصلینو لپاره اړوندو سکتورونو سره د توامیتونو رامنځته کول
  7. محصلینو ته د عملي پیاوړتیا په موخه د بېلابېلو تمثیلي پروګرامونو او سمینارونو چمتو کول
  8. د پوهنتون د امکاناتو په پام نیولو سره محصلینو (ښځینه او نارینه) لپاره ټرانسپورټ ته پراختیا ورکول
  9. د محصلینو د علمي ظرفیت لوړاوي په موخه کتابتوني سهولتونو پراختیا ورکول
  10. په پوهنځیو او څانګو کې د اړوندو لابراتوارونو کیفیت او خدماتو ته پراختیا ورکول
  11. محصلینو ته د ښې زده کړې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول
  12. په نړیوالو علمي سیالیو کې محصیلینو ته د برخې اخستنې زمینه برابرول
  13. په لیلیه کې د محصلینو د ښې روغتیا په موخه د څارن پلاوي ټاکل

۸. زېربناوې

پوهنتونونه او تحصیلي موسسې تل هڅه کوي چې د علمي او اکاډمیکو پرمختګونوترلاسه کولو په موخه مادي امکانات او د اړتیا وړ پراخه زیربناوې او تاسیسات ولري. همدارنګه اړینه برېښې چې د راتلونکي لپاره بنسټیزې او زیربېنايي پروژې پلي کړي چېپه پراخه کچه د لوړو زده کړو بېلابېو پروګرامونو د تطبیق وړتیا ولري. پوهنتون د زېربناوو د پراختیا په موخه د ماسټر پلان له مخې په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې چارې ترسره کوي:

  1. د پوهنتون د ریاست او اړوندواداري لپاره د مجهزې ودانۍ ودانول
  2. شپږو بېلابېلو پوهنځیو ته د نویو ودانیو جوړول
  3. د معالوماتي ټکنالوژي د دفتر لپاره ودانۍ
  4. د پوهنتون غصب شوې ځمکې بېرته راستنول
  5. د پوهنتون د مطبعې ودانۍ ودانول
  6. د کفېټېریا لپاره ودانۍ جوړول
  7. د محصیلینو د روغتیايي چارو د غوره والي په موخه د یو پرمختللي او پر وسایلو سمبال صحي کلینک ودانۍ ودانول
  8. د وسایطو تم کولو په موخه د تمځایونو جوړول
  9. د پوهنتون د امنیت لپاره د سکینر لرونکو دروازو، امنیتي کیمرو او امنیتي پوستو د ودانیو مجهزول
  10. د پوهنتون لپاره د اوبو رسولو سیستم جوړول

۱.۸. د ښوونیزو ودانیو رغونه

  1. د ښوونې او روزنې پوهنخي ودانۍ
  2. د کمپیوټر ساینس پوهنخي ودانۍ
  3. د شرعیاتو پوهنخي ودانۍ
  4. د حقوقو او سیاسي علوم پوهنخي ودانۍ
  5. د اقتصاد پوهنخي ودانۍ
  6. د عامه اداره پوهنخي ودانۍ
  7. د ادبیاتو پوهنځي ودانۍ
  8. د ژورنالېزم پوهنخي ودانۍ
  9. PDC دفتر ودانۍ رغول                     

۲.۸. د لوبغالو، غونډو تالارونه او لیلیو رغونه

  1. په پوهنتون کې د لوبغالو ته پراختیا او جمنازیوم ودانول
  2. د پوهنتون  د غونډو تالار یوه مجهزه ودانۍ جوړول
  3. د ښځینه محصلینو لپاره د مجهزې لیلیې ودانۍ جوړول
  4. د نارینه محصلینو د لیلیي ودانیو بېرته رغونه

۳.۸. د لابراتوارونو او نورو ښوونیزو زېربېناوو پراختیا

  1. د طب پوهنخي د تدریسي روغتون د ودانیو رغول او پراختیا
  2. د کرنې پوهنځي علمي او څېړنیز فارم رغول او پراختیا
  3. د وترنرۍ پوهنځي د تجربوي فارم او لابراتوارونو ودانیو رغول او پراختیا
  4. انجینرۍ پوهنځي د مسلکي لابراتوار د ودانۍ رغول او پراختیا
  5. حقوقي کلینک ته د ودانۍ جوړول
  6. د ښوونې او روزنې پوهنځي ټول لابراتوارونه رغول او پراختیا ورکول
  7. د ساینس پوهنځي ټول لابراتوارونه رغول او پراختیا ورکول
  8. د ژورنالېزم پوهنځي ته دیوې F.M. راډیو او مجهزې سټوډیو د ودانۍ رغول او پراختیا

۹. SWOT تحلیل

ستراتېژیک پلانونه د پوهنتونونو ستراتېژیکې موخې ټاکي او همدغو موخو ته د رسېدو لپاره مسیر او اړوند لازمي کړنې په نښه کوي. موخې ته رسېدل تر هغې شونې ندي چې ترڅو پوهنتون خپله پیاوړتیا، کمزورتیا، فرصتونو او تهدیدونو څخه خبر او پر لاملونو یې غور ونکړي.

د دې لپاره چې پوهنتون د پورته ذکر شویو ټکو په اړه پوره مالومات له ځانه سره ولري، لازمه ده، چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره خپل معنوي او فزیکي انځور خپلې مخې ته کېږدي او خپلې ټولې مادي او معنوي زیرمې په هر اړخیزه توګه و ارزوي چېپه نتیجه کې د راتلونکو پرمختګونو او موخو ته د رسېدو بشپړ پلان ولري. پوهنتون یادې موخې لاسته راوړلو لپاره د SWOT لاندینۍ تحلیل ترسره کوي:

د پیاوړتیا ټکي

  1. پنځه پنځوس (۵۵) کلنه کاري تجربه او سابقه
  2. هر کال د هېواد په کچه تر کابل وروسته په زیات شمېر د پیاوړو زده کوونکو د جذب وړتیا لرل.
  3. دیارلس (۱۳) پوهنځیو او اووه اویا (۷۷) مسلکي څانګو په لرلو سره د هېواد یو له سترو پوهنتونونو څخه شمېرل کېږي.
  4. پوهنتون په بېلابېلو مسلکي رشتو او څانګو کې د دوکتورا، ماسترۍ او لسانس په کچه څلور سوه او اتیا ( ۴۸۰) تنو علمي کادرغړي لري.
  5. پوهنتون  لس ګونه برحق کادري غړي د دوکتورا او ماسترۍ پروګرامونو ته استولي، چې یو شمېر یې بېرته په بریالۍ توګه تر زده کړو وروسته راستانه شويدي.
  6. د پوهنتون له فارغانو څخه په لوړه کچه د بازار او ګمارونکو رضایت
  7. د لوړو تحصیلي درجو او علمي رتبو لرونکو علمي کادر غړیو او مجرب اداري بشري ځواک درلودل.
  8. د ښخینه محصیلینو لپاره د لیلیو، ټرانسپورټیشن او نورو اسانتیاوو درلودل
  9. د راتلونکي پرمختګ لپاره د کافي اندازې ځمکې، ودانیو، کتابتونونو، لابراتوارونو، روغتون او نورو امکاناتو درلودل
  10. د تدریس د نویو مېتودونو پر مټ علمي کادر غړیو لخوا تدریسي بهیر پرمخ وړل
  11. ستراتیژیک جغرافیوي موقعیت درلودل .
  12. د کیفیت د لوړاوي د پروسې د طي کولو له امله د لوړ کیفیت په لرلو سره د (CEQA)  اعتبار درلودل .
  13. د ختيځو او سهيل ختيزو دولتي او خصوصي پوهنتونونو  سره په علمي او اکاډمیکو چارو کې د مرستې او همغږۍ ویاړ درلودل.
  14. په ملي او نړیواله کچه له یو شمیر دولتي او خصوصي ادارو سره د تفاهم لیکونو او همکاریودرلودل
  15. په راتلونکو پنځو کلونو کې د ګڼ شمېر نویو علمي پروګرامونو د ایجاد وړتیا درلودل
  16. د ځېنو بهرنیو مرستندویه ادارو او پوهنتونونو سره اړیکې.
  17. محصیلینو لپاره د کارموندنې په برخه کې روزنیزې اسانتیاوې درلودل
  18. محصلینو ته د فراغت  د اسنادو چمتو کولو په برخه کې د پروسې چټکوالی.
  19. په ځینو پوهنځیو  او تدریسي روغتون کې د فوق لسانس ( تخصص، ماستري او دوکتورا ) پروګرامونو شتون.
  20. د استادانو او مامورینو د انتقال لپاره د کافي ټرانسپورټي سیستم شتوالی.
  21. په پوهنځیو کې د میلمه تدريس کوونکي د پروګرام شتون.
  22. په پوهنتون کې د ګاونډي هېوادونو زده کوونکو لپاره د لوړو زده کړو د شاملېدو امکانات درلودل
  23. د څلورو (۴( علمي او څېړنیزو ژورنالونو درلودل
  24. استادانو د استوګنې لپاره ځانګړي ښارګوټي درلودل
  25. د عملي درسونو، څېړنو او نورو چارو ترسراوي لپاره کادري روغتون، کرنیز فارم، حیواني فارم، لابراتوارونه، کتابتونونه، د سولې مرکز، کار موندنې مرکز، د انټرنټي او کمپیوټري زده کړو مرکز، د اوبو انرژۍ ته لاسرسی، روغتیايي کلینکونه، د لیلیو ودانۍ، حقوقي کلینکونه او تمثیلي محکمې، لوبغالي، جوماتونه، پارکنتګ، پوسته خانه، د غونډو تالارونه او  مېلمستون درلودل

کمزورتیا

  1. د دوکتورا په کچه د علمي کادر غړیو د شمېر کموالی
  2. د مجهزو کافي لابراتوارونو او تحقيقاتي فارمونو او پروژو نشتوالی.
  3. په بهرنيو ژبو په ځانګړي ډول د انګليسي او عربي  ژبو سره د يو شمېر استادانو نا اشنايي.
  4. د يو شمېر استادانو لخوا د کمپيوټر او په ځانګړې توګه د نوې ټيکنالوژۍ کارونه او د هغې په ارزښت د پوهيدنې کموالی.
  5. د ښځينه علمي کادرونو او محصیلينو د شمېر کموالی.
  6. د اداري چارو په برخه کې د بشري ځواک او تشکیل کموالی
  7. د پوهنتون د ملکيتونو (ځمکې) غصب او د ماستر پلان لاندې ځمکې نه استملاک.
  8. د ظرفیت په نه پام کې نیولو سره د لوړو زده کړو وزارت لخوا د زيات شمېر محصلينو معرفي کېدل.
  9. د محصلينو خراب اقتصادي وضعيت.
  10. د کرېډېټ سیستم پلي کولو لپاره د تدریسي خونو او علمي کادر غړیو کمولی
  11. د ټولنيزو او ساینسي علومو د تحقیقاتي مرکز او پرسونل نشتوالی.
  12. د معیاری لابراتوارونو او کافي شمېر ټکنشنانو نشتوالی.
  13. دData base  سیستم نشتوالی
  14. د مجهزې مطبعې نشتوالی
  15. د پوهنتون په کچه د غونډو لپاره د مجهز اډېتوریم نشتوالی
  16. د سپورټ په برخه کې د مجهز جمنازیم نشتوالی
  17. د پوهنځیو په کچه د معلوماتی تکنالوژیکي وسائلو کموالی.

فرصتونه

  1. د لوړو زده کړو وزارت لخوا هر کال د خپلې بوديجې څخه نوموړي پوهنتون ته سهم او برخه د پراختيايي پروژو لپاره په واک کې  ورکول. 
  2. له ولایتي ادارې سره د پوهنتون ښې اړیکې
  3. له ځینو ملي او نړیوالو ادارو سره د همغږۍ درلودل
  4. د ملي، لوړو زده کړو او ولایتي انکشافي ستراتیژیو شتوالی.
  5. د علمي او اداري مهارتونو پروګرامونو په هکله د نړیوالو مرستو  او پروګرامونو شتوالی
  6. د محصلینو لپاره په دولتي او نادولتي ادارو کې د انټرنشپ پروګرامونو شتوالی
  7. په سېمه کې د بهرنیو هېوادونو د سفارتونو او کونسلګریو او نړیوالو ادارو شتون او له پوهنتون سره د مرستو ژمنتیا
  8. فارغ التحصیل محصلینو لپاره د کارموندنې اسانتیاوې
  9. له لوړو زده کړو  سره د ځوان نسل لیوالتیا
  10. ملي سوداګرو مالي ملاتړ شتوالی
  11. د فزیکي ودې او پراختیا لپاره د ماسټر پلان لرل

ګواښونه

  1. د پوهنتون اړتیاوو په پرتله د لوړو زده کړو وزارت لخوا د بودیجې په برخه کې د کم تخصیص ورکول
  2. د پوهنتون څخه مخ پر زياتيدونکو فارغانو له پاره د کارموندنې پروسه ډېره کمزورې ده، چې په لوړ اکثريت فارغان يې بې دندې پاتې کېږي.
  3. په ځینو رشتو کې د دوکتورا او ماسترۍ په کچه د کادر غړیو د استخدام د کچې کموالی
  4. د مالی، اداري او اکاډمیکېخپلواکۍ نشتوالی
  5. د نارینه او ښځینه محصلینو د شمېر ترمنځ ناانډولتوب
  6. د ښځینه محصلینو پر وړاندې د تهدید په توګه د ناوړه کلتوري او ټولنیزو دودونو شتون
  7. د تدارکاتو او اداري چارو په برخه کې اوږده پروسه او ځنډ
  1. له د ماسټر پلان سره سم د پوهنتون فزیکي جوړښت د ځمکو د غصب له امله نا بشپړه پاتې کېدل

 

 

 

 

۱۰. د پوهنتون موخې او اهداف

دننګرهار پوهنتون ستراتېژیک پلان  جوړونې څخه موخه د لوړو زده کړو د بهیر چټکتیا او ښه والی دی تر څو په ټولنه کې د شته ناورینونو او ستونزو  پای ته رسېدو په برخه کې خپله ونډه واخلي. پوهنتون د ټاکلو ارزښتونو، لیدلوري او معیارونو په پام کې نیولو سره داسې وړ، مسلکي او معیاري کادرونه روزي چې د ټولنې په پرمختګ او د ستونزو په حل کې د خدمت وړاندې کولو جوګه شي.  پوهنتون پورته ارزښتونو او لیدلوري ته د رسېدو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې اهداف تعقیبوي:

  1. د علمي او څېړنیزو چارو په برخه کې په ملي او نړیوالو معیارونو برابر پوهنتون رامنځته کول
  2. د بېلابېلو علمي او تخصصي پروګرامونو د پلي کېدو لپاره دمعیاري ودانیو ،مادي او کاري وسایلو برابرول
  3.  د لوړو زده کړو په برخه کې غوره خدمتونو وړاندې کولو په پار د هر اړخیزې خپلواکۍ ترلاسه کول
  4. د لوړو زده کړو په برخه کې د روڼ او شفاف بهیر رامنځته کول
  5. د څېړنو پر مټ د ټولنې ستونزو پېژندل او ورته مناسبې حل لپاره پیدا کول
  6. د لوړو زده کړو وزارت، ولايت، ډونرانو، پراختيايي ښکېلو خواوو او نورو تمویلوونکو ادارو او اشخاصو په وړاندې د ننګرهار پوهنتون څخه اغېزمنه استازولي او له دوی سره د ښو اړيکو ټينګول
  7. د وخت او اړتیاووله غوښتنو سره سم په بېلابېلو برخو کې د مسلکي اشخاصو روزل
  8. د لوړو زده کړو له لارې د قانون حاکمیت، عدالت تامین، اقتصادي ودې او امنیت تامینولو ته زمینه برابرول

                                           

۱۱. د کلیدي کړنو د شاخصونو په نظر کې نیولو سره د پوهنتون ستراتېژیک اهداف او موخې:

دننګرهار پوهنتون ستراتېژیک پلان  جوړونې څخه موخه د لوړو زده کړو د بهیر چټکتیا او ښه والی دی چې په ټولنه کې د شته ناورینونو او ستونزو  پای ته رسېدو په برخه کې خپله ونډه واخلي. پوهنتون د ټاکلي ماموریت او معیارونو په پام کې نیولو سره داسې وړ، مسلکي او معیاري کادرونه روزي چې د ټولنې په پرمختګ او د ستونزو په حل کې د خدمت وړاندې کولو جوګه شي. ننګرهار پوهنتون پورته ارزښتونو او لیدلوري ته د رسېدو په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. په راتلونکو پنځو کلونو کې د پوهنتون عضب شویو ملکیتونو راګرځول
  2. په دوامداره توګه د وخت د شرایطو او بازار د غوښتنو په پام کې نیولو سره معیاري زده کړې وړاندې کول
  3. د فوق لسانس پروګرامونو زیاتوالی او معیاري کول
  4. د فوق لسانس پروګرامونو پېل کولو او زیاتولو په موخه د علمي کادر غړیو لپاره د نورو لوړو زده کړو زمینه برابرول
  5. د ښو علمي او څېړنیزو پرمختګونو په موخه څېړنیز مرکز درلودل
  6. په راتلونکو پنځه کلونو کې له ملي او بین المللي اعتبار ورکوونکو ادارو څخه اعتبار ترلاسه کول
  7. په علمي او اکاډمیکو چارو کې د خپلواکۍ په لرلو سره د سیمې له پوهنتونونو سره سالمې سیالۍ ته چمتوالی

۱۳. مالي پلان

۱۴. خطرات

د نورو ادارو په څېر پوهنتونونه په ټولنه کې د یو لړ خطراتو او ګواښوونو سره مخامخ کېږي. که چېرې په پلان کې ورته په پوره پاملرنه ونشي، شونې ده، چې د بېلابېلو تهدیدونو او ګواښونو له کبله د پلان موثر تطبیق له خطر سره مخامخ شي. پوهنتون په راتلونکو پنځو کلونو کې خپل ستراتېژیک پلان د تطبیق پر وړاندې د لاندې خطراتو وړاندوېنه کوي:

  1. د پوهنتون د ځمکې غصب
  2. په پوهنتون کې د امنیتي کېمرو نشتوالی
  3. د هېواد خراب امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره د استادانو او محصلینو نه خونديتوب
  4. د عوایدو کموالی
  5. د پوهنتون د احاطې په بشپړ ډولنشتوالی
  6. د بودیجې په ترلاسه کولو او قراردادونو په اجراء کې ځنډ
  7. د منظم کانالیزاسیون  نه شتون

 

۱۵. د چاپېریال اغېزې

د نورو ادارو په څېر پوهنتونونه په ټولنه کې د یو لړ داخلي او بهرنیو چاپیریالي اغېزو تر تاثیر لاندې راځي. که چېرې د چاپېریال مثبتې اغېزې له وړاندې وپېژندل شي، د پوهنتون په علمي او فزیکي پرمختګ کې ورڅخه مثبه ګټه پورته کېدای شي.که چېرې د چاپېریال منفي اړخ په پام کې ونه نیول شي،شونې ده، د بېلابېلو تهدیدونو او ګواښونو له کبله د پلان موثر تطبیق له خطر سره مخامخ کړي. پوهنتون په راتلونکو پنځو کلونو کې د خپل ستراتېژیک پلان تطبیق پر وړاندې د لاندې خطراتو وړاندوینه کوي:

مثبت ټکي:

  1. پوهنتون د جلال آباد ښار په ۷ ناحیه، د کابل- په لویه لار د درونټې په سیمه کې ودان دی.
  2. پوهنتون په سیمه کې د موثرې زده کړې لپاره د مناسب موقعیت او پراخې ځمکې لرونکی دی.
  3. پوهنتون د هېوادوالو د سالمې روزنې لپاره په کافي اندازه ودانۍ او ځمکه لري.
  4. پوهنتون د ماستر پلان لرونکی دی، چې د پراختیا په موخه یې ټولې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.
  5. د پوهنتون چاپیریال شین او د ډول ډول ونو او بوټو لرونکی دی، چې د هوا د پاکوالي سبب ګرځي.
  6. د کابل سیند د پوهنتون تر څنګ بهیږي، چې د ازادې زده کړې لپاره یې زړه راښکوونکي منظره جوړه کړې او محصیلین ترې د تفریح لپاره ګټه پورته کوي.

      منفي ټکي:

  1. پوهنتون د لرو پرتو کمپسونو په لرلو سره د چارو په انسجام کې له ځنډ او ستونزو سره مخ کېږي
  2. د پوهنتون مرکزي کمپس احاطه د ځمکې د غصب پر اساس نیمګړې پاتې چې له امله یې د ماستر پلان بشپړ پلي کول ستونزو سره مخ دی
  3. د پوهنتون ختیز لور ته د نظامي ځواکونو لخوا روزنیز پروګرامونه ترسره کېږي، چې تمرینات یې زیاتره وختونه د پوهنتون ډاډمنه فضاء او تدریسي بهیر له ګواښ سره مخ کوي
  4. د معیاري تدریسي، اداري، او نورو عملي پروګرامونو لپاره د ودانیو کموالی
  5. د پوهنتون له اداري او تدریسي چاپېریال سره د استادانو او مامورینو د فامیلو نژدیوالی، چې د اداري او تدریسي بهیر د ټکني کېدو لامل ګرځي.

۱۶. پایله

دغه ستراتېژیک پلان چې د ( ۱۳۹۶ – ۱۴۰۰ ) کال پورې چمتو شوی دی، ننګرهار پوهنتون اداره هڅه کوي چې په کې ځای مواد په خپله ټاکلې نېټه عملي کړي. د پوهنتون اداره به کوښښ وکړي چې د لوړو زده کړو وزارت او نور مرستندویان وهڅوي چې د ننګرهار پوهنتون د فزیکي رغونې او معنوي پیاوړتیا لپاره امکانات چمتو کړي. د دې چارې د ترسره کېدو لپاره د ننګرهار پوهنتون د ځوانانو استادانو کوښښونه د پوهنتون ادارې ته د خوښۍ زېری او هیله بخښوونکي دي.