لغمان پوهنتون کې د سولې مرکز پرانیسته وشوه

sakhizada_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۷ - ۹:۳
image

 

یاد مرکز د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز په نوښت او هلو ځلو رامنځته شو، چې له لارې به یې استادان او محصلین په علمي او اکاډمیک ډول د ټولنیزې سولې د ټینګښت لپاره هلې ځلې کوي.

په همدې موخه د لغمان پوهنتون د غونډو په تالار کې د پرانیستې مراسم جوړ شوي وو، چې د لغمان پوهنتون او ولایتي ادارې د رهبرۍ، استادانو او مسؤلینو سربېره په کې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي، د سولې مرکز مشر پوهندوی نعیم جان سروري، د یاد مرکز د ځوانانو کلب روزونکي پوهنیار احمد جمیل پوپلزي او یو شمېر استادانو برخه لرله.

غونډې ته د وینا پر مهال د لغمان پوهنتون رئیس پوهنمل دوکتور عصمت الله دراني او د لغمان مرستیال والي شهزاده مظلوم یار د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه مننه وکړه، چې تل یې له لغمان پوهنتون سره په علمي، تدریسي او اداري برخو کې مرسته او همکاري کړې او د یادې اکاډمیکې مرستې سربېره یې نن ورځ په هلو ځلو په دې پوهنتون کې د سولې مرکز هم پرانیستل شو.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د (مور پوهنتون) په حیث دا د ننګرهار پوهنتون دنده او مسؤلیت وګاڼه، چې د خپلو همجوارو پوهنتونونو سره اکاډمیکه مرسته او همکاري وکړي.

نوموړي وویل: د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز د ټولنیزې سولې د ټینګښت، د محصلینو د ذهنونو تنویر، بېلابېلو مرستندوی کمپاینونو، غونډو، ورکشاپونو، څېړنو او نورو ګڼو پروګرامونو سره د پوهنتون بڼه بدله کړه او مونږ تمه لرو، چې په همدې توګه به د لغمان پوهنتون سولې مرکز په ورته ابتکاراتو سره په لغمان پوهنتون کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي.

د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز مشر پوهندوی نعیم جان سروري په خپله وینا کې د سولې مرکز په موخو او اهدافو خبرې وکړې او یاد مرکز یې یو غیر سیاسي بنسټ یاد کړ، چې په وینا یې، په علمي او اکاډمیکه بڼه د سولې د ټینګښت لپاره کار کوي.

ښاغلي سروري ژمنه وکړه، چې د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز به د لغمان پوهنتون سولې مرکز سره په ټولو برخو کې همکار وي او کوم مثبت او سوله ییز پروګرامونه، چې په خپل پوهنتون کې یې تطبیق کړي، دلته به یې هم پلي کړي.

د غونډې وروستی ویناوال د لغمان پوهنتون د علمي کادر غړی او د سولې مرکز نوی ټاکل شوی مشر پوهنیار یحیی یعقوبي ؤ، چې د ننګرهار او لغمان پوهنتون له مشرتابه یې مننه وکړه، چې په ده یې ددې ستر مسؤلیت باور وکړ او ژمنه یې وکړه، چې په خپل ټول توان سره به د سولې مرکز پروګرامونو د تطبیق لپاره هلې ځلې وکړي.

د غونډې په پای کې رسماً د سولې مرکز پرانیسته وشوه او د لغمان پوهنتون او ولایتي ادارې له خوا د ننګرهار پوهنتون رئیس، د محصلانو چارو مرستیال او سولې مرکز مشرتابه او استادانو ته د اعزاز پګړۍ پر سر شوې او د لغمان پوهنتون سره د هغوی د کړیو مرستو قدردانی وشو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد د پوهنتون لیلیو عمومي مدیر مولوي عبدالحکیم حقاني په ملتیا تېره ورځ ماښام مهال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه او هلته یې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د ماسترۍ ۲۰ تنو محصلینو د ننګرهار ولایت د ماشومانو دارالتادیب څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت حقوقي کلینیک له لوري د دې پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د قضاء او څارنوالۍ ماسترۍ برنامې شل تنو محصلینو ته د علمي سیر په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې لیندۍ میاشتې په ۲۳ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو، استادانو او یو شمېر آمرینو په کې. . .

BACK TO NEWS

User account menu