فعالیتونه

د کمپیوټرساینس پوهنځي کړنې او لاسته راوړنې

 

۱. د لوړو زده کړو وزارت له خوا د هېواد په کچه د معلوماتي ټکنالوجۍ په سیالیو کې د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو درې کاله په پرله پسې توګه د سیالۍ لومړی مقام خپل کړ.

۲. د ظرفیت لوړونې په موخه د کمپیوټر ساینس پوهنځي د علمي کادر ټولو غړو د نړۍ له معتبرو پوهنتونونو څخه ماستري ترلاسه کړه او دوه استادان یې اوس مهال د دوکتورا ‌‌په زده کړو بوخت دي.

۳. کمپیوټر ساینس پوهنځي، چې پخوا د یو عمومي دیپارتمنت په شکل فعالیت کاوه، محصلین یې په څانګو وویشل، چې وروسته له دې به محصلین د څانګو په تفکیک فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کېږي.

۴. کمپیوټر ساینس پوهنځي د تدریسي ‌پرمختګ په خوا کې ورزشي فعالیتونو ته هم توجه کړې او د کرکټ، فوټبال او واليبال فعال ټیمونه لري، چې د پوهنتون په سطحه یې څو ځلې‌ بریا خپله کړې ده.