د پروان پوهنتون محصلینو له ننګرهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۹:۳۹
picture

د پروان پوهنتون د اجتماعي علومو پوهنځي جغرافیه څانګې ۲۶ تنه محصلینو د یاد پوهنځي د یو شمېر استادانو په ملتیا ننګرهار پوهنتون ته په علمي سیر راغلل او ددې پوهنتون له بېلابېلو برخو، علمي، تحقیقاتي او تدریسي امکاناتو څخه یې لیدنه وکړه او په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.
راغلو محصلینو او استادانو د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني او د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح سره د پوهنتون په ریاست مقام کې ولیدل او د پوهنتون اړوند یې هغوی سره خپل مشاهدات او تاثرات شریک کړل. 
د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ غړو په خپلو خبرو کې راغلو محصلینو ته ښه راغلاست ووایه، د علمي سفرونو په ارزښت یې خبرې وکړې او دغه چاره یې د محصلینو په روزنه کې ګټوره وبلله.
د پروان پوهنتون محصلینو سره راغلو لارښود استادانو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه مننه وکړه، چې د دوی محصلینو ته یې د پوهنتون لیدنې زمینه برابره کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu