د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي انګلیسي څانګه کې د غوره ویناوالۍ سیالي ترسره شوه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۹:۱۲
Picture

په یاده سیالۍ کې، چې د شرعیاتو پوهنځي د امام بخاري رح د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د ننګرهار پوهنتون رئیس، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي مسؤلینو، استادانو او لسګونه تنو محصلینو ګډون کړی و.
د پروګرام پرانیسته د ننګرهار پوهنتون د رئیس شــــــيخ انعام الله مدني په وینا وشوه.
نوموړي د خپلو خبرو پر مهال د ښې وینالۍ د ګټو تر څنګ د بهرنیو ژبو د زده کولو په ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې ټول محصلین باید د نړیوالو او بهرنیو ژبو زده کولو په برخه کې زیاته خواري وکړي، تر څو له دې لارې د خپل دین، هېواد او ولس خدمت په ښه توګه وکړي.
د هغه په وینا، د نورو ژبو زده کړې او غوره ویناوالۍ فن په ترلاسه کولو سره کولی شو، چې د خپل هېواد او هېوادوالو د مظلومیت غږ تر نړیوالو ورسوو.
د پوهنتون رئیس محصلینو ته د هر ډول امکاناتو او سهولتونو برابرولو وعده ورکړه او هغوی یې خپلو مسؤلیتونو ته ځیر کړل.
د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهندوی محمد عارف حازم او د انګلیسي ژبې او ادب څانګې مشر پوهنمل فرید ساحل د غونډې نور ویناوال وو، چې د موضوع اړوند یې ګډونوالو ته معلومات ورکړل او هغوی یې سالم رقابت ته راوبلل.
د غونډې په دویمه برخه کې د محصلینو تر منځ په انګلیسي ژبه د ویناوالۍ سیالي پیل شوه او په پای کې یې د سیالۍ ګټونکو محصلینو ته ایوارډونه او ستاینلیکونه ورکړل شول. 
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu