د ننګرهار پوهنتون منسوبینو ته د دیني او اصلاحي درسونو لړۍ دوام لري.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۲:۴۳
picture

یاد درسونه د دعوت او ارشاد امریت له خوا ددې پوهنتون استادانو، مامورینو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د درسي او اداري مکلفیتونو تر څنګ په بېلابېلو وختونو کې ورکول کيږي.
همدارنګه هر سهار په ۸ بجو د پوهنتون په جامع مسجد کې یادو کارکوونکو ته د قران عظیم الشان ترجمه هم کیږي، چې پر مهال یې نن ورځ د میراث موضوع او په هغې کې د نارینه او ښځینه وو د برخې  په اړه بحث او معلومات وړاندې شول.
د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي مهربان شاه مدني او د یاد امریت مرستیال مولوي نجیب الله ثاقب د دیني مسایلو د تدریس پر مهال د ګډونوالو پوښتنې هم ځوابوي. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu