د ننګرهار پوهنتون منسوبینو ته دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.
د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د یو سيمینار پر مهال د اعتکاف، قدر شپې او سرسایې په هکله معلومات وړاندې شول.
د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مبلغ مولوي نجیب الله ثاقب د یادو موضوعاتو بېلابېلو اړخونه روښانه، په هکله یې هر اړخیز معلومات ارایه او په سيمینار کې د ګډونوالو پوښتنې ځواب کړې.
نوموړي ټولو کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې په ورته دیني او علمي برنامو کې په پوره علاقې ګډون وکړي، اسلامي احکام او مسایل ترې زده او په خپل ژوند کې یې عملي کړي.
د یادونې وړ ده، چې د یادو معلوماتي سيمینارونو سربېره د ننګرهار پوهنتون رئیس او د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو له لوري بېلابېلو وختونو کې د پوهنتون استادانو، محصلینو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د فرامینو تشریح، تفسیرـ ترجمې او نصاب درسونو سلسله جریان لري.
