د ننګرهار پوهنتون مشرتابه په یاد پوهنتون کې د څېړنيز مرکز ودانۍ د جوړېدو چارې له نږدې وليدې.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۲:۱۳
Picture

د ننګرهار پوهنتون رئيس شــيخ انعام الله مدني په داسې حال کې، چې د پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستيال پوهنيار قاضي خالد صداقت او د چاپېريال ساتنې کمېټې مشر پوهنوال سيد اکرم هاشمي يې ملتيا کوله، د څېړنيز مرکز د ودانۍ له رغنيزو چارو ليدنه وکړه.
د ياد مرکز وداني د شهید افسر خان ستانکزي خيريه بنسټ له لوري د ۱۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د اړینو عصري تجهیزاتو په لرلو سره په ۳ پوړونو کې جوړیږي.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شــ/يخ انعام الله مدني او د پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستيال پوهنيار قاضي خالد صداقت د یاد مرکز له رغنیزو چارو څخه د لیدنې پر مهال د شـــ/هید افسر خان خیریه بنسټ له مرستیال الحاج مجیب الرحمن ستانکزي او د یادې ودانۍ له مسؤلو انجنیرانو مننه وکړه، چې رغنیزې چارې یې تر دې کچې را ورسولې او سپارښتنه یې وکړه، چې روانې رغنیزې چارې دې په ټاکلي وخت، د نقشې مطابق او په معیاري شکل ترسره کړي.
د شـــ/هید افسر خان خیریه بنسټ  د مسؤلینو په وینا، د یاد څېړنیز مرکز ودانۍ د جوړېدو چارې ۴۰ سلنه ترسره شوي او هڅه کوي، چې د یادې ودانۍ پاتې چارې د ټاکلي مهالویش سره سمې پای ته ورسوي.
نوموړو د پوهنتون مشرتابه ته ډاډ ورکړ، چې کارونه یې په معیاري شکل د نقشې او پلان مطابق روان دي.
په ورته مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس او د مالي او اداري چارو مرستیال د پوهنتون په داخلي کمپس کې د چوکونو او ګلدانونو له رغنیزو چارو څخه هم لیدنه وکړه او مسؤلینو ته یې لازمې او اړینې سپارښتنې وکړې.
سرچینه : د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu