د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ددې پوهنتون د طب پوهنځي لیدنه او ارزونه وکړه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۲۷ - ۹:۴۰
picture

د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني په داسې حال کې، چې د علمي چارو مرستيال پوهندوى مولوي احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمدقاسم هاشمي یې ملتیا کوله، ددې پوهنتون د طب پوهنځي د علمي او اداري چارو لیدنه او ارزونه وکړه.
د لیدنې پر مهال د طب پوهنځي رئیس پوهنوال ډاکتر محمدعظیم عظیمي او د څانګو د آمرینو له خوا د پوهنتون رهبرۍ ته د پوهنځي د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل شول.

picture


ښاغلي عظیمي د پوهنتون مشرتابه ته د پرېزنټېشن په شکل د خپل پوهنځي د علمي او څېړنیزو فعالیتونو، نصاب، تضمین کیفیت، نظم او ډسپلین، ظرفیت لوړونې برنامو،کمېټو فعالیتونو، ستوماتولوژي پوهنځي او څانګو ایجاد، ترسره کړیو رغنیزو پروژو، پرمختګونو، نوښتونو او راتلونکو پلانونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
نوموړي دغه راز د طب پوهنځي ستونزې او وړاندیزونه هم د حل په موخه د پوهنتون مشرتابه سره شریک کړل.
د ننګرهار پوهنتون رئیس او مرستیالانو د خپلو ویناوو پر مهال د طب پوهنځي په علمي او تدریسي فعالیتونو او لاسته راوړنو خوښي وښوده، د چارو د لاښه والي په موخه یې ورته اړینې سپارښتنې وکړې او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.
د مجلس په پای کې د پوهنتون رهبري پلاوي د طب پوهنځي د مختفلو څانګو او مدیریتونو د چارو ارزونې تر څنګ د یاد پوهنځي له بېلابېلو برخو او رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د کرکټ سياليو یاد لس اوریزه ټورنمنټ، چې نږدې یوه میاشت به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې امريت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او پوهنتون فامیلیو ۱۵ لوبډلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۹
Background image

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د عربي ژبې او ادب څانګې دوکتورا برنامه پیل شوه.

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي عربي ژبې او ادب څانګه کې د دوکتورا برنامه رسماً پرانیستل شوه، چې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د پوهنځي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د ږیرې پرېښودلو ګټې او خریلو وعیدات) تر عنوان لاندې دیني او معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د لیلیې په جامع مسجد کې تېره ورځ د ماښام لمانځه څخه وروسته سلګونو تنو محصلینو ته د ږیرې پرېښودلو حکم، اهمیت، فضایلو او ګټو تر څنګ  د خریلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu