د ننګرهار پوهنتون مرکزي کمپس دویمه دروازه هم په اساسي توګه جوړېږي.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳ - ۹:۳۷
image

 

یاده دروازه، چې کوچنی پارک، ډبرین کتاب، ګلدانونه او نور ملحقات هم لري، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د مخکېني رئیس او استاد ارواښاد شهید پوهاند مسعود نېکبخت د کورنۍ او دوستانو په مالي مرسته جوړېږي.

یاده ژمنه د ارواښاد استاد مشر زوی د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو رئیس محمد حسن محسن د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال سره د لیدنې پر مهال وکړه.

پوهاند بهسودوال د ارواښاد استاد نېکبخت د ترسره کړیو خدمتونو یادونه وکړه؛ نوموړي وویل: شهید استاد نېکبخت د خپل خوږ عمر زیاته برخه د هېوادوالو په خدمت او د ادبياتو په برخه کې د هېواد د بچيانو په روزنه کې تېره کړه، چې علمي، تدریسي او اکاډمیک خدمتونه یې تلپاتې او د ننګرهار پوهنتون تاریخ کې په زرینو کرښو لیکل شوي دي.

نوموړي خوښي وښوده، چې د پوهاند نېکبخت د کورنۍ غړي هم د ارواښاد استاد پلیوني دي او د ننګرهار پوهنتون سره په مرستې یې خپله مینه له علمي او تحصیلي بنسټونو سره په زبات ورسوله.

ښاغلي محسن د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې ننګرهار پوهنتون د ټولو افغانانو ګډ علمي کور دی او ددې کور علمي او رغنیزه مرسته د هر افغان دنده او مسؤلیت دی.

د مجلس په پای کې د پوهنتون د مشرتابه له خوا د یادې دروازې رغنیز پلان او نقشه ښاغلي محسن ته وسپارل شوه او هم یې د تطبیق له ساحې څخه لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۲۰:۳۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي کې د ۴۳ څېړنو پایلې نندارې ته وړاندې شوې.

د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي کېمیا او ارواپوهنې او پیداګوژۍ څانګو ۴۳ تنو محصلینو د خپلو مسلکونو اړوند د ترسره کړیو څېړنیزو پروژو پایلې د پوسټر نندارتون له لارې ګډونوالو سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۹:۳۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې چنګاښ میاشتې په ۸ مه نېټه د پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه او د پوهنتون مشرتابه سربېره په کې د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون له عامه ادارې او پالیسۍ او ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځیو څخه (۱۵۸) تنه مسلکي کادرونه فارغ شول.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي له عامه ادارې، عامه پالیسۍ او مدیریت انکشاف څانګو څخه ۹۳ تنه او د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي له عامه اړیکو، مطبوعاتو او راډیو- تلویزیون څانګو څخه ۶۵ تنه. . .

BACK TO NEWS

User account menu