د ننګرهار پوهنتون مرکزي لیلیې جدیدالشمول محصلینو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه جوړه شوه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۹:۴۶
picture

یاده غونډه ددې پوهنتون د محصلانو خدمتونو انسجام امریت په نوښت د مرکزي لیلیې مخې پارک کې جوړه شوې وه، چې د نویو جذب شویو محصلینو سربېره په کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، د محصلانو چارو مرستیال، د دعوت او ارشاد او د محصلانو خدمتونو انسجام آمرینو او  د لیلیو عمومي مدیر برخه لرله.
د غونډې د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني په خپلو خبرو کې جدیدالشمول محصلینو ته د پوهنتون ارزښتونه بیان کړل او هغوی یې د لوړو زده کړو وزارت توقعاتو او مقاصدو ته متوجه کړل.
نوموړي محصلینو ته سپارښتنه وکړه، چې موجوده وخت زرین فرصت وګڼي او د خپل مرام ترلاسه کولو په لاره کې د هر ډول ستونزو پر وړاندې په کلکه مبارزه وکړي.
ښاغلي مدني نويو راغلو محصلینوته ډاډ ورکړ، چې په پوهنتون کې د ټولو محصلینو حقوق خوندي دي او د پوهنتون اداره به د هغوې د ښې روزنې او ظرفیت لوړونې په موخه لازم او اړین سهولتونه چمتو کړي.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمدقاسم هاشمي، د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي مهربان شاه مدني او د محصلانو خدمتونو انسجام آمر قاري بشیر احمد احمدي د غونډې نور ویناوال وو، چې د خپلو ویناوو په ترڅ کې یې نوي راغلي محصلین اکاډمیک چاپېریال سره ځان عیارولو، دیني او تربیتي برنامو کې پراخه ګډون، مطالعې، نظم او دسپلین مراعتولو ته راوبلل.
نوموړو زیاته کړه، چې د پوهنتون ادارې د محصلینو لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او محصلینو ته په کار ده، چې ټوله پاملرنه خپلو درسونو او علمي فعالیتونو ته واړوي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د محصلانو خدمتونو انسجام امریت مسؤلینو له لوري جدیدالشمول محصلینو ته د پوهنتون د اصولو، مقرراتو، تحصیلي بهیر، مختلفو څانګو، امکاناتو او د ستونزو او غوښتنو شریکولو ادرسونو په اړه مهم معلومات وړاندې کړل، تر څو په  پوهنتوني دوره کې په ښه توګه خپلې تحصیلي موخې ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د کرکټ سياليو یاد لس اوریزه ټورنمنټ، چې نږدې یوه میاشت به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې امريت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او پوهنتون فامیلیو ۱۵ لوبډلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۹
Background image

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د عربي ژبې او ادب څانګې دوکتورا برنامه پیل شوه.

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي عربي ژبې او ادب څانګه کې د دوکتورا برنامه رسماً پرانیستل شوه، چې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د پوهنځي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د ږیرې پرېښودلو ګټې او خریلو وعیدات) تر عنوان لاندې دیني او معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د لیلیې په جامع مسجد کې تېره ورځ د ماښام لمانځه څخه وروسته سلګونو تنو محصلینو ته د ږیرې پرېښودلو حکم، اهمیت، فضایلو او ګټو تر څنګ  د خریلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu