د جدید الشمول محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

ashraf_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۵۰
انځور

د ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموينې کې د بريالیو جدیدالشمول محصلانو د نوم لیکنې مهال وېش په لاندې خپور شوي جدول کې ترتيب شوی دی. د نوم ليکنې پر مهال باید لاندې موارد په جدي توګه په پام کې ونيول شي:

۱- د بریالي محصل فزيکي شتون.

۲- محصل باید خپله اصل تذکره او د هغې دوه رنګه کاپي له ځان سره ولري.

۳- څلور قطعې (۳*۴) انځورونه، چی بکګراونډ یې سپين وي.

ټول جدید الشمول محصلین باید پورته موارد په نظر کې ونیسي او د ټاکل شوي مهال وېش سره سم د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو آمریت ته د نوم لیکنې په موخه مراجعه وکړي.

یادونه: د نوم لیکنې وروستۍ نېټه د (۵/۵/۱۴۰۵) ټاکل شوې ده.

درنښت

د ننګرهار پوهنتون اداره

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د جدید الشمول محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموينې کې د بريالیو جدیدالشمول محصلانو د نوم لیکنې مهال وېش په لاندې خپور شوي جدول کې ترتيب شوی دی. د نوم ليکنې پر مهال باید لاندې موارد په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۱
Background image

قراردادي خبرتیاوې!

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS

User account menu