د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته مونوګراف څخه د دفاع مهارتونو او معیاري پرېزنټېشن جوړولو په هکله دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو.

ashraf_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۲:۳۲
انځور

یاد ورکشاپ د ننګرهار پوهنتون د الکترونیکي زده کړو کمېټې په نوښت د ۱۴ ګونو پوهنځیو لسګونو تنو محصلینو ته د پوهنتون د غونډو په تالار کې د انجنیري پوهنځي استاد او د نوموړې کمېټې مشر پوهنیار حبیب الرحمن حکیمي له خوا وړاندې شو.

په ورکشاپ کې محصلینو ته د مونوګراف د مفهوم، جوړښت او بریالۍ دفاع اړوند مهم علمي او عملي مهارتونه، د دفاع پر مهال عامې تېروتنې او د هغو د اصلاح لارې چارې تشریح شوې.

همداراز ګډونوالو ته د معیاري پرېزنټېشن او سلایډونو جوړولو، پاورپاینټ له لارې د اغېزمنې ارايې او د اړوندو علمي وېبسایټونو څخه د معلوماتو ترلاسه کولو عملي طریقې وښودل شوې.

د ورکشاپ په پای کې محصلینو ته اړونده برخه کې لازمې لارښوونې وشوې، د هغوی پوښتنې ځواب او سپارښتنه ورته وشوه، چې د ورکشاپ په ترڅ کې ترلاسه کړې پوهه او تجربې راتلونکي کې د خپلو مونوګرافونو د دفاع، علمي تحقیقاتو او پرېزنټېشنونو د لا ښه والي لپاره په عملي ډول وکاروي.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو علمي کادر غړو ته (د څېړنیزې ستونزې پېژندنه او عنوان ټاکنه) تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ چې د علمي څېړنو معاونیت په نوښت او د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز په کوربتوب د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې ترسره شو، د دې پوهنتون د ۱۴ ګونو پوهنځیو او خصوصي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۱:۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون او الفلاح پوهنتون ترمنځ د ګډو علمي او څېړنیزو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دغه درې کلن تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه د مهمو علمي او څېړنیزو موضوعاتو په اړه ګډې څېړنې ترسره کوي، استادانو او محصلینو ته به د څېړنیزو فعالیتونو لپاره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۵۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته په جماعت سره د لمانځه ادا کولو د فضیلت په اړه دیني سیمینار وړاندې شو.

یاد سیمینار چې د پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا اداري او خدماتي کارکوونکو ته  وړاندې شو، پر مهال یې د قرانکریم او نبوي احادیثو په رڼا کې د لمانځه حکم، جماعت سره لمونځ کولو اهمیت،. . .

BACK TO NEWS

User account menu