د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د کاري حقونو او اصولو په اړه معلوماتي سيمینار وړاندې شو.
یاد سيمینار د ننګرهار پوهنتون د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په نوښت د دې پوهنتون سلګونو تنو محصلینو ته د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهاند دوکتور محمد مصطفی نیازي له خوا ارایه شو.
د سيمینار پرانیستونکې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار وویل، د کاري حقونو او اصولو پېژندنه د محصلینو لپاره د کاري فرصتونو د ترلاسه کولو په برخه کې مهمه ده، د مسلکي ژوند د سم مدیریت او مسوولانه چلند لپاره هم ارزښت لري. نوموړي زیاته کړه، محصلین باید له خپلو حقونو او مکلفیتونو سره بلد وي او د کار په چاپېریال کې د مسلکي اخلاقو، نظم او اصولو رعایت ته جدي پاملرنه وکړي.
د سيمینار ارایه کوونکي استاد د موضوع په تشریح کې ګډونوالو ته د کار او کارګر پېژندنې، کاري حقونو، کارکوونکي او کارفرما مکلفیتونو، د کار اصولو، اساساتو، مسلکي اخلاقو او کاري چاپېریال کې د مناسب چلند په اړه تفصیلي معلومات وړاندې شول.
په پای کې محصلینو خپلې پوښتنې او نظرونه مطرح کړل، چې د سيمینار وړاندې کوونکي استاد ورته لازم ځوابونه او وضاحتونه ورکړل.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت
