د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس له پوهنتون څخه بهر اوسېدونکو محصلینو سره غونډه وکړه.

ashraf_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۹
انځور

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د پوهنتون دعوت او ارشاد، محصلانو خدمتونو انسجام او نشراتو مسؤلینو په ملتیا تېر ماخوستن له پوهنتون څخه بهردرونټه کې  اوسېدونکو سلګونو تنو محصلینو سره غونډه وکړه او د حل په موخه یې د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدلې.

د غونډې پر مهال د پوهنتون عمومي رئیس محصلین خپلو علمي، ټولنیزو او اخلاقي مسؤلیتونو ته متوجه کړل، علم یې د اوسنۍ نړۍ د پرمختګ اساس وباله او زیاته یې کړه، چې د ټولنې د ستونزو حل او سوکالۍ بنسټ په علم او پوهه ولاړ دی او ځوانان باید د زده‌کړو او علمي کوښښونو اړوند خپل مسؤلیتونه په سمه توګه ترسره کړي.

دوکتور بسام زیاته کړه، چې د نظام او ولس سترګې، تمې او هیلې له ځوانانو سره تړلې دي؛ نو محصلین باید د هېواد د ځان ‌بسیاینې، پرمختګ او له نورو هېوادونو سره د سیال کېدو لپاره جدي او هدفمند کار وکړي.

نوموړي همدارنګه محصلینو ته سپارښتنه وکړه، چې خپل وخت بې‌ځایه تېر نه کړي، یو د بل درناوی وکړي، خپلمنځي اتحاد او همغږۍ قایمه وساتي او د خپل ځان او کورنیو روښانه راتلونکی جوړ کړي.

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس همداراز ټینګار وکړ چې محصلین باید حسنه اخلاق ولري، ټاکلې موخې ته کار وکړي او له هغو ملګرو او ډلو څخه ځانونه لرې وساتي چې ناسمې کړنې کوي.

د غونډې په پای کې محصلینو د پوهنتون عمومي رئیس سره خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې، چې د هغه له خوا ورته د ژر حلولو ډاډ ورکړل شو.

سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۰:۲۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د کاري حقونو او اصولو په اړه  معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار د ننګرهار پوهنتون د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په نوښت د دې پوهنتون سلګونو تنو محصلینو ته د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهاند دوکتور محمد مصطفی نیازي له خوا ارایه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د افغانستان اسلامي امارت امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د کرکټ سياليو یاد لس اوریزه ټورنمنټ، چې نږدې درې اوونۍ به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د بدني روزنې عمومي مدیریت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو ۱۴ لوبډلو ترمنځ پیل شو.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس له پوهنتون څخه بهر اوسېدونکو محصلینو سره غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د پوهنتون دعوت او ارشاد، محصلانو خدمتونو انسجام او نشراتو مسؤلینو په ملتیا تېر ماخوستن له پوهنتون څخه بهردرونټه کې  اوسېدونکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu