د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د غوره ویناوالۍ ۶ ورځنی سيمینار پای ته ورسېد.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۲:۴۵
picture

یاد سيمينار د لوړو زده کړو وزارت په هدایت او د محصلانو خدمتونو همغږۍ امریت په هڅو د ژورنالېزم او ارتباطاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځیو د څلورمو ټولګیو (۴۵) تنو محصلینو ته جوړ شوی و.

د ورکشاپ په لړ کې د ژونالېزم او ارتباطاتو پوهنځي استاد پوهندوی خوشحال جبارخېل د یادو پوهنځیو محصلینو ته د ښې ویناوالۍ مهارت زده کولو په اهمیت د خبرو کولو تر څنګ د ښې وینا او اغېزناک ویناوال ځانګړتیاوو، د وینا جوړښت، موضوع ټاکنه، پر ځان د باور زیاتوالي او وېرې کنټرول، د وینا ډولونه او د غوره ویناوالۍ ګڼې تخنیکي او مسلکي برخې تشریح کړې او د محصلینو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.

ګډونوالو محصلینو د ورکشاپ له تنظیموونکو څخه د مننې تر څنګ زیاته کړه، چې د ورکشاپ پر مهال یې معلومات پراخه او د عملي تمرینونو په ترسره کولو سره یې ډېر څه زده کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu