د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د رمضان استقبال) تر سرلیک لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو.
یاد سيمینار چې د دې پوهنتون د محصلانو خدمتونو او همغږۍ آمریت او الصارم فکري ادارې له خوا د مرکزي لیلیې په جامع مسجد کې د ماښام لمانځه څخه وروسته وړاندې شو، پر مهال یې محصلینو سره د روژې مبارکې میاشتې او تراویح لمونځ اړوند مسایل او معلومات شریک شول.
د دغه سيمینار پر مهال د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهاند دوکتور شېرزاد عزیزي روژې میاشتې ته د چمتووالي، د عبادت مهالوېش، پېشنمي اهمیت، منسونو اذکارو او اعمالو، ټولنیزو خیریه کارونو، د لیلیة القدر د ثواب، د تهجد لمونځ اهتمام او له ګناهونو څخه د ځان ساتلو په هکله محصلینو ته معلومات او مسایل وړاندې کړل.
همدارنګه د شرعیاتو پوهنځي استاد شیخ القران والحدیث مولوي ضیاء الله حکیمي د شل رکعته تراویح لمونځ په اړه مدلل بحث وکړ او د هغې په فضیلت، پس منظر، تراویح پر مهال د قرانکریم ختم، د اسلامي اُمت په منځ کې تفرقه پیداکوونکو مسایلو، سرچینو او د هغوی د اهدافو په هکله خبرې او معلومات شریک کړل.
د سيمینار په پای کې له محصلینو د ارایه شویو موضوعاتو په هکله پوښتنې وشوې او سم ځواب ویونکو ته جوایز ورکړل شول.
یاده علمي برنامه په دعا سره پای ته ورسېده.
