د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د (ثالث عمر) امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په اړه معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۲:۲۲
picture

د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو همغږۍ امریت په نوښت د یو جوړ شوي سيمینار په ترڅ کې د دې پوهنتون د ۱۴ ګونو پوهنځيو محصلینو ته د اسلامي امارت د بنسټګر او امیر ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د شخصیت، ژوند، افکارو او جهادي مبارزې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول. یاد سيمینار چې تېره ورځ د ماښام لمانځه څخه وروسته د پوهنتون په جامع مسجد کې وړاندې شو، د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ سربېره په کې یو شمېر استادانو، علماء کرامو او نږدې ۲۰۰۰ تنو محصلینو برخه اخیستې وه. د سيمینار د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د اسلامي تاریخ د اتلانو او خپلو افغاني اسلافو د شخصیت او جهادي کارنامو څخه خبرېدل یې هر افغان لپاره مهم وبلل. سيمینار دوه برخې لرلې، چې په لومړۍ برخه کې یې نومیالي لیکوال او شاعر اکرام الدین مفتون د مرحوم ملا صاحب رحمه الله د ژوند بېلابېل اړخونه روښانه کړل او د هغه د جهادي کارنامو په اړه یې معلومات وړاندې کړل. نوموړي د عمر ثالث رحمه الله وجود د افغانستان لپاره ستره نېکمرغي یاده کړه، چې د یو سوچه اسلامي تحریک بنسټ په اېښودلو سره یې د لسګونو کلونو جهاد او سرښندنو په پایله کې یې هېواد د اسلامي نظام څېښتن کړ. د سيمینار په دویمه برخه کې د ننګرهار پوهنتون د فامیلیو مسجد خطیب شیخ القران والحدیث مولوي عبدالحی صاحب د اسلام مبارک دین له پیله تر عمر ثالث ملا صاحب رحمه الله پورې د اسلام د اُمراوو تاریخ ته لنډه کتنه وکړه او محصلین یې وهڅول، چې د اسلامي او افغاني فکر په اساس ژوند اختیار کړي او هېواد څخه د دفاع تر څنګ د هغې د پرمختګ لپاره جد و جهد وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۹:۳۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې چنګاښ میاشتې په ۸ مه نېټه د پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه او د پوهنتون مشرتابه سربېره په کې د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون له عامه ادارې او پالیسۍ او ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځیو څخه (۱۵۸) تنه مسلکي کادرونه فارغ شول.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي له عامه ادارې، عامه پالیسۍ او مدیریت انکشاف څانګو څخه ۹۳ تنه او د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي له عامه اړیکو، مطبوعاتو او راډیو- تلویزیون څانګو څخه ۶۵ تنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۵۷
Background image

ساینس پوهنځي کې د محصلینو د څېړنیزو پروژو د دفاع غونډو لړۍ پیل شوه.

د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي د ریاضي، فزیک، کېمیا او بیولوژي څانګو د محصلینو څېړنیزو پروژو او مونوګرافونو څخه د دفاع غونډو لرۍ پیل شوه، چې د مسؤلینو په وینا، د درې ورځو په لړ کې به د. . .

BACK TO NEWS

User account menu