د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۳:۵۹
Picure

د نوموړې کاري ناستې پر مهال، چې ددې پوهنتون د رئیس په مشرۍ ترسره شوه او د پوهنتون مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو او استادانو په کې برخه لرله، د علمي او تدریسي چارو، علمي ترفیعاتو، تقرر او انفکاک کیسونو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئيس شــیــ/ــخ انعام الله مدني د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال د ټولو پوهنځیو رئیسان خپلو دندو او مسؤلیتونو ته ځیر کړل، په ورځنیو چارو کې یې د پوهنځیو او پوهنتون ریاست تر منځ د پیاوړې هغمږۍ رامنځ ته کولو باندې ټینګار وکړ.

نوموړي دغه راز سپارښتنه وکړه، چې د ټولو پوهنځیو استادان باید د تېرې شل فیصده ازموینې پاتې پایلې ژر اعلان کړي.

د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح، د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهنمل دوکتور کفایت الله کاکړ او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمدقاسم هاشمي د غونډې نور ویناوال وو، چې د خپلو خبرو پر مهال یې له مسؤلینو او استادانو غوښتنه وکړه، چې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو ریاست له لوري ننګرهار پوهنتون ته د هېواد په کچه په لوړو نمرو د اعتبار د ورکړل شوي سند ساتلو په برخه کې دوامداره هڅې وکړي او د پوهنځیو په کچه د ترسره شویو څېړنو او علمي کنفرانسونو ربعه وار راپورونه دې د پوهنتون له رهبرۍ سره شریک کړي.

کرنې، اقتصاد او انجنیري پوهنځیو کې د یو شمېر نویو دیپارتمنتونو ایجاد، د ځینو پوهنځیو د قراردادي استادانو تقرر او یو شمېر نور متفرقه مسایل هغه څه وو، چې د شورا پر مهال پرې بحث وشو.

د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار، لغمان او بامیان پوهنتونونو د علمي ترفیعاتو۹، انفکاک ۲ او د تقرر ۶ کیسونه مطرح او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۴
Background image

ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي سره د مختلفو وسایلو او اجناسو مرسته وشوه.

ختیځ کې د یونیسف مرستندویه ادارې د ننګرهار طب پوهنځي سره د نږدې دوه سوه زره افغانيو په ارزښت د اداري او خدماتي اجناسو مرسته وکړه.
یاده مرسته چې په کې المارۍ، د څښاک اوبو یخولو او ګرمولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه.

په ياده کاري ناسته کې، چې د روانې حوت/کب میاشتې په ۱۱ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون د علمي چارو، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو، اداري او مالي چارو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

BACK TO NEWS

User account menu