د ننګرهار پوهنتون علمي شورا ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه.

په نوموړي کاري مجلس کې، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي، د اداري او مالي چارو مرستیال حمیدالله احمدزي، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئيسانو او استادانو په کې برخه لرله، د پوهنتون د علمي، اداري، تقرر او ترفیعاتو، د محصلینو د عرایضو او يو شمېر نورو مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د مجلس د پرانیستې پر مهال په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د ننګرهار پوهنتون ریاست په فعالیتونو، د علمي او رغنیزو پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه رڼا واچوله او همدا راز یې د پوهنتون ریاست د معاونیتونو، تدریسي روغتون او یو شمېر پوهنځیو کاري ګزارشونه واورېدل.
د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار پوهنتون سربېره د کونړ، لغمان، نورستان، لوګر او کندز پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د علمي ترفیعاتو ۸، د تقرر او انفکاک ۲۰ کیسونو، د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو او تاریخ څانګو او همدارنګه په کمپیوټر ساینس پوهنځي کې د شپې پروګرامونو ایجاد او يو شمېر نورو متفرقه مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.