د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي محصلینو ته په خرګوش (سوۍ) د زرقیاتو د تطبیق او اغېزو معلومولو پروسه په عملي بڼه تشریح شوه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۱:۲۴
picture

یاده عملي چاره ددې پوهنځي استاد پوهاند سید قمبر علي حیدري په لارښوونه د فارمکولوژي څانګې د څلورم کال لومړي سمستر محصلینو لخوا ترسره شوه، چې پر مهال یې یو نارینه خرګوش (سوۍ) ته په بټوک عضله کې د انستېزیاوي دوایانو د تطبیق تخنیکونه او پروسیجر په عملي توګه وښودل شو.
له دې عملي تجربې څخه موخه د کټامین (Ketamine) په نوم انستېزیاوي دوا د کارولو طریقې زده کول او په حیواناتو کې یې د اغېزو مشاهده کول وو.
د دغه عملي کار په پایله کې، چې محصلینو د انستېزیا او زرق کولو ټول اصول او لارښوونې په سمه او منظمه توګه مراعت کړې، د یاد خرګوش سترګې خلاصې او بدن یې په عمومي توګه بې حسه شوی و.
د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي رئیس پوهنوال محمد عظیم عظيمي د استاد پوهاند قمبر علي حیدري او فارمکولوژي څانګې استادانو څخه مننه وکړه، چې محصلینو ته یې د یاد پروسیجر عملي تجربه کولو فرصت برابر کړ.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د طب پوهنځي محصلینو ته د استادانو له لوري د عملي زده کړو په لړ کې پر حیواناتو او انساني ماډلونو تجربې او کلینیکي تمرینونه ترسره شوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۹:۳۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې چنګاښ میاشتې په ۸ مه نېټه د پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه او د پوهنتون مشرتابه سربېره په کې د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون له عامه ادارې او پالیسۍ او ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځیو څخه (۱۵۸) تنه مسلکي کادرونه فارغ شول.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي له عامه ادارې، عامه پالیسۍ او مدیریت انکشاف څانګو څخه ۹۳ تنه او د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي له عامه اړیکو، مطبوعاتو او راډیو- تلویزیون څانګو څخه ۶۵ تنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۵۷
Background image

ساینس پوهنځي کې د محصلینو د څېړنیزو پروژو د دفاع غونډو لړۍ پیل شوه.

د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي د ریاضي، فزیک، کېمیا او بیولوژي څانګو د محصلینو څېړنیزو پروژو او مونوګرافونو څخه د دفاع غونډو لرۍ پیل شوه، چې د مسؤلینو په وینا، د درې ورځو په لړ کې به د. . .

BACK TO NEWS

User account menu