د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو او محصلینو ته ( په طبابت کې د سونوګرافي اهمیت) تر سرلیک لاندې معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۴:۲۲
picture

یاد سيمینار د طب پوهنځي د (۱۳۸۲) کال یو تن فارغ له خوا؛ چې اوس مهال نړیوال روزونکی دی او په پرمختللې التراسونوګرافي کې تخصص او ماستري لري، وړاندې شو.

د سيمینار د پرانیستې وینا پر مهال د طب پوهنځي رئیس پوهنوال ډاکتر محمد عظیم عظیمي جوړ شوی سيمینار یو ارزښتمن او علمي فرصت وباله او زیاته یې کړه، ویاړو چې زمونږ یو محصل چې په نړیواله کچه علمي شهرت او تخصص لري، دغه سيمینار وړاندې کوي.

د نوموړي په وینا، د ناروغانو درملنه له وسایلو او ټکنالوژۍ پرته نیمګړې ده او د سيمینار وړاندې کوونکي څخه یې مننه وکړه، چې د نړیوالو تجربو او پوهې شریکولو په موخه یې طب پوهنځي ته تشریف راوړی.

د طب پوهنځي فارغ التحصیل او د سيمینار ارایه کوونکي متخصص ډاکتر سید سلیم په درملنه کې د سونوګرافي اهمیت بیانولو تر څنګ د موضوع ټول مسلکي اړخونه په بشپړه توګه تشریح کړل، خپلې تجربې یې شریکې کړې او د سيمینار د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې.

ښاغلي سلیم همدارنګه ژمنه وکړه، چې راتلونکي کې به د طب پوهنځي برحاله ټریني ډاکترانو، ستاژرانو او فارغو محصلینو ته د انلاین تدریس زمینه برابره کړي او د تصویري تشخیص په برخه کې د شته ستونزو حل تر څنګ به د کریکولم سره سم د محصلینو په روزنه کې همکاري وکړي.

نوموړي د سيمینار په پای کې د طب پوهنځي کتابتون ته خپل لیکل شوي کتابونه هم ډالۍ کړل.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu