د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي له خوا په (کامل لمونځ اسانه لارښود) کتاب کې د اخیستې رقابتي ازموینې ممتاز محصلین تقدیر شول.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۴:۱۲
picture

یاده رقابتي ازموینه د ساینس پوهنځي او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډو هڅو ددې پوهنځي له ۳۰۰ تنو محصلینو اخیستل شوې وه، چې پایلې یې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.

په همدې مناسبت ساینس پوهنځي کې ستاینغونډه جوړه شوې وه، چې په کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح، د ساینس پوهنځي رئیس پوهنمل رفیع الله رفیع، د ننګرهار د ځوانانو چارو آمر قاري محمد اصف شېرزاد، د ساینس پوهنځي استادانو، د محصلانو خدمتونو انسجام امریت مسؤلینو او ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی و.

غونډې ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح د محصلینو د پوهې کچې زیاتوالي او فکري رغښت لپاره د رقابتي او روزونکو برنامو جوړول غوره ابتکار وباله او د یادې سیالۍ چمتو کوونکو څخه یې مننه وکړه.

نوموړي زیاته کړه: محصلین باید د خپلو مسلکي زده کړو سربېره د خپل دین، تاریخ او فرهنګ نه هم اګاه واوسي او په دې برخه کې کافي مطالعه او پوهه ولري.

د ساینس پوهنځي د فرهنګي کمېټې مسؤل استاد پوهنیار محمد داؤد فیضي د ازموینې د پایلو اعلان پر مهال وویل: په یاده ازموینه کې د ساینس پوهنځي له بېلابېلو څانګو ۳۰۰ تنو محصلینو ګډون کړی ؤ، چې له دې ډلې ۲۰ تنه هغه محصلین، چې لوړې نمرې یې اخیستې وې، د جوایزو وړ وشمېرل شول. 

د غونډې په پای کې د پوهنتون د مسؤلینو، مېلمنو او استادانو له لوري د ازموینې لوړو نمرو اخیستونکو ته جوایز ووېشل شول، چې لومړي مقام ګټونکي ته لپټاپ کمپیوټر، دویم مقام ګټونکي ته الفجر ساعت، درېیم مقام ګټونکي ته ځیرک موبایل او پاتې نورو ته جامې ورکړل شوې.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu