د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي د ودانۍ ترمیماتي چارې په چټکۍ سره روانې دي.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۴:۱۸
picture

د پوهنځي د مسؤلینو په وینا، د یادو ترمیماتي چارو پر مهال به د پوهنځي ودانۍ، درسي خونو او تشنابونو د تخریب شویو دېوالونو پلستر کاري، د ماتو ښیښو نوي کول، له کاره لوېدلو دروازو او کړکیو جوړول، د مسطح او قلفونو نصبول، برقي سامان آلاتو ترمیم او نور اړین کارونه ترسره شي.

د ساینس پوهنځي رئیس پوهنمل رفیع الله رفیع وايي، یادې ترمیماتي چارې د (۴۱۲۰۰۰) څلور سوه او دولس زره افغانیو په مالي لګښت ترسره کېږي، چې مصرف یې ننګرهار پوهنتون له خپلې داخلي بودیجې څخه ورکوي.

نوموړي په یادو ترمیماتو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې په دې سره به یو معیاري درسي چاپېریال رامنځ ته او د پوهنځي ودانۍ او درسي خونو ته د بې ځایه غږونو، یخو او ګرمو هواګانو د راننوتلو مخنیوی وشي.

د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال مُفتي نعمت الله اعزازي په وینا، په پلان کې لري، چې د پوهنتون د ټولو پوهنځیو ترمیماتي چارې ترسره او د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه ورته اړین امکانات چمتو کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته شپږ ورځنی دیني، فکري او اصلاحي سيمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته په دې پیل شوي دیني،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۱۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس د دې پوهنتون منسوبینو سره مشورتي غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د پوهنتون له مرستیالانو، پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو، څانګو آمرینو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره په غونډه کې هغوی. . .

BACK TO NEWS

User account menu