د ننګرهار پوهنتون رئیس د تدریسي روغتون له روانو چارو څخه نظارت ترسره کړ.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۲:۴۳
picture

د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ  انعام الله مدني تېره ورځ ماښام مهال د پوهنتون اړوند تدریسي روغتون ته ورغی او هلته یې د بېلابېلو څانګو له روانو چارو د نږدې لیدنه وکړه.

په یاده نظارتي لیدنه کې د پوهنتون رئیس د روغتون او څانګو په کچه د نوکریوالو ډاکترانو حضور او د روغتون له روانو خدمتونو څخه د ناروغانو  د رضایت کچه معلومه کړه، د روغتون د پرسونل او ناروغانو ستونزې یې واورېدلې.

د لیدنې پر مهال نوموړي نوکریوالانو ته سپارښتنه وکړه، چې ټولو داخل بستر او خارج بسترناروغانو ستونزو ته په جدي توګه رسېدنه وکړي، په چارو کې نظم او پاکوالي باندې زیات تمرکز وکړي او د ناروغانو خدمت ته لومړیتوب ورکړي.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته شپږ ورځنی دیني، فکري او اصلاحي سيمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته په دې پیل شوي دیني،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۱۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس د دې پوهنتون منسوبینو سره مشورتي غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د پوهنتون له مرستیالانو، پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو، څانګو آمرینو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره په غونډه کې هغوی. . .

BACK TO NEWS

User account menu