د ننګرهار پوهنتون رئیس د تحصیلي کال د پیل په۳ مه ورځ هم د بېلابېلو پوهنځیو څخه لیدنه وکړه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۹:۳۶
picture

ددې لیدنې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شـ/یخ انعام الله مدني د استادانو او محصلینو حاضرۍ کتلو سربېره د پوهنځیو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د غیر حاضرو استادانو او محصلینو خانې قید او حاضري په ټاکلي وخت او منظم شکل واخلي.
نوموړي د خپلو خبرو پر مهال محصلین د پوهنتون له علمي سرچینو څخه اعظمي استفادې کولو، حاضرۍ ته پابند اوسېدو، تحصیلي کوښښونو، د استادانو او ټولګیوالو درناوي ته راوبلل.
د یادونې وړ ده، چې د روان تحصیلي کال د پیل له لومړۍ ورځ د ننګرهار پوهنتون رئیس، د علمي چارو، اداري او مالي چارو او محصلانو چارو مرستیالان د پوهنتون له ۱۳ ګونو پوهنځیو څخه د تدریسي چارو ښه ترسراوي، استادانو او محصلینو سوبتیا معلومولو په موخه څارنه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د کرکټ سياليو یاد لس اوریزه ټورنمنټ، چې نږدې یوه میاشت به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې امريت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او پوهنتون فامیلیو ۱۵ لوبډلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۹
Background image

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د عربي ژبې او ادب څانګې دوکتورا برنامه پیل شوه.

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي عربي ژبې او ادب څانګه کې د دوکتورا برنامه رسماً پرانیستل شوه، چې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د پوهنځي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د ږیرې پرېښودلو ګټې او خریلو وعیدات) تر عنوان لاندې دیني او معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د لیلیې په جامع مسجد کې تېره ورځ د ماښام لمانځه څخه وروسته سلګونو تنو محصلینو ته د ږیرې پرېښودلو حکم، اهمیت، فضایلو او ګټو تر څنګ  د خریلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu