د ننګرهار پوهنتون د نړیوال علمي ژورنال (NUIJB) د نشراتي پالیسي د غوره والي په موخه ناسته ترسره شوه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۳:۴۶
picture

په یاده کاري ناسته، کې چې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال په مشرۍ ترسره شوه او د نړیوال ژورنال د نشراتي برخې سره د مربوطه پوهنځیو استازو په کې ګډون کړی و، د ژورنال د جواز تمدید، د خپرونو پالیسۍ په یو لړ مواردو کې بدلون راوستلو او د چارو تنظيم په اړه بحث او خبرې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مـــ/ـــــولوي احسان الله ناصح د نړیوال ژورنال نشراتي پالیسۍ بورد له غړو مننه وکړه، چې په هلو ځلو سره یې د یاد ژورنال چارې سمې روانې دي او سپارښتنه یې وکړه، چې راتلونکي کې هم د مطلوبو پایلو ترلاسه کولو او علمي څېړنو ته د لاسرسي کچې په پراختیا کې خپل کوښښونه جاري وساتي، چې د هغوی له خوا د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

د غونډې په وروستۍ برخه کې ګډونوالو د پوهنتون د نړیوال ژورنال د لا ښه والي او غني کېدو په موخه لازم نظریات شريک کړل.

سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu