د ننګرهار پوهنتون د نشراتو کمېټې غونډه وکړه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۲۱:۴۱
picture

په یاده کاري ناسته کې، چې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال په مشرۍ او یادې کمېټې د غړو په حضور کې د ژورنالېزم پوهنځي په ریاست کې ترسره شوه، د استادانو د تالیف او ژباړل شویو اثارو تر څنګ د پوهنتون پر مهمو نشراتي مسایلو بحثونه او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

غونډې ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح د کمېټې په ناسته کې د ټولو غړو په شتون خوښي وښوده او هغوی ته یې د طرزالعمل مطابق او د اصولو په رڼا کې د کمېټې د چارو د ترسراوي او کیسونو په کتنه کې د دقیق اوسېدو او ناپیلتوب سپارښتنه وکړه.

د غونډې پر مهال د اجنډا مطابق پر مختلفو مسایلو هر اړخیز بحثونه وشول، وړاندیزونه شریک او د نظریاتو تبادله وشوه.

د غونډې په وروستۍ برخه کې پر یو لړ متفرقه مسایلو هم بحثونه او پرېکړې وشوې.

سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۴
Background image

ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي سره د مختلفو وسایلو او اجناسو مرسته وشوه.

ختیځ کې د یونیسف مرستندویه ادارې د ننګرهار طب پوهنځي سره د نږدې دوه سوه زره افغانيو په ارزښت د اداري او خدماتي اجناسو مرسته وکړه.
یاده مرسته چې په کې المارۍ، د څښاک اوبو یخولو او ګرمولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه.

په ياده کاري ناسته کې، چې د روانې حوت/کب میاشتې په ۱۱ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون د علمي چارو، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو، اداري او مالي چارو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

BACK TO NEWS

User account menu