د ننګرهار پوهنتون د مرکزي لیلیې د نظم او دسپلین کمېټې ددې پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۰:۳
picture

په یاده غونډه کې چې د ننګرهار پوهنتون د رئیس شـیخ انعام الله مدني، د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي سربېره د پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت، فرهنګي کمېټې او لیلیې مدیریت مسؤلینو برخه لرله، د لیلیې خدماتو د کیفیت بهتروالي، نظافت، ستونزو حل او د انظباطي اقداماتو پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وشوې.
غونډه کې د پوهنتون مشرتابه غړو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د محصلینو د استوګنې محیط او وسایلو تنظیم او خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي، د محصلانو له کړنو دوامداره نظارت وکړي او هغوی ته په مناسبو وختونو کې دیني، فرهنګي، ټولنیزې او سپورتي برنامې برابرې کړي، چې د مسؤلینو له خوا د جدي هڅو او اقداماتو ترسره کولو ډاډ ورکړل شو. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu